له روسیې سره د جګړې لپاره جرمني د ناټو د ۸۰۰ زره ځواکونو د مېشتولو چمتوالی نیسي

د شپیګل اونیزې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۵مه) خبر ورکړی، داسې محرم اسناد یې تر لاسه کړي چې ښيي که د روسیې سره جګړه پیلیږي؛ نو د جرمني دولت وار د مخه د دغه هېواد په ختیځو سیمو کې د ناټو ټلوالې د سلګونه زرو ځواکونو د ځای پر ځای کولو لپاره پر چمتوالي بوخت دی.