د امریکا ۸۱ کلن ولسمشر د کرونا په ناروغۍ اخته شوی دی

سپینې ماڼۍ ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د کرونا په ناروغۍ اخته شوی او د ناروغۍ لږې نښې لري. د دغه خبر له مخې، چې په لاس ویګاس کې په یوې غونډې کې له ګډون وروسته د هغه ازموینه مثبته وښته، په دلاور ایالت کې به په خپل کور کې قرنطین شي.