بښنې نړۍوال سازمان: په بنګله دېش کې پولیسو د لاریونوالو په وړاندې ناقانونه ځواک کارولی

د بښنې نړۍوال سازمان وايي، په بنګله دېش کې اسناد تاییدوي چې پولیسو د زدهکوونکو لاریونوالو په وړاندې ناقانونه ځواک کارولی دی. دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د عیني شاهدانو له خولې لیکلي، چې حکومت د لاریون کوونکو په وړاندې له تاوتریخوالي کار اخیستی.