احمد مسعود: هیله مې دا وه چې زما له مړینې سره به د طالبانو پر ضد په ټول هېواد کې پاڅون وشي

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د کابل له سقوط وروسته یې غوښتل چې تر وروستۍ شېبې پورې مقاومت وکړي او حتی «په دردناکه توګه ووژل شي» چې د طالبانو په وړاندې په ټول هېواد کې د پاڅون زمینه برابره شي.