• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

برېتانیا د افغانانو د معلوماتو د افشا کېدو له امله ۱.۶ میلیونه پونډه تاوان ورکوي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۵۲ GMT+۱

د برېتانیا دفاع وزارت ویلي، هغو افغانانو ته به تر ۱.۶میلیونه پونډه تاوان ورکړي چې په ۲۰۲۱کال کې د معلوماتو د افشا کېدو له امله زیانمن شوي دي.

د برېتانیا دفاع وزیر لوک پولارډ د جمعې په ورځ د دغه هېواد پارلمان ته وویل، دغه پیسې به د هغو ۲۷۷افغانانو لپاره ورکړل، شي چې د افغانانو د لېږد او مرستې پروګرام"ARAP"له لارې له برېتانیانوي ځواکونو سره د همکارۍ له امله د کډوالۍ غوښتونکي وو؛ خو د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې یې شخصي معلومات په ناڅاپي ډول افشا شوي وو.

دغه افشا کېدنه هغه مهال رامنځته شوې وه، چې د برېتانوي ځواکونو د بېړني وتنې پر مهال د" ARAP"پروګرام له خوا افغان متقاضیانو ته داسې ایمیلونه لېږل شوي وو، چې پکې امنیتي خوندیتوب له پامه غورځول شوی و.

د ایمیلونو ترلاسه کوونکو برېښنالیکونه په ښکاره توګه څرګند شوي وو او ورسره د ډېرو هغو کسانو هویت افشا شو، چې له برېتانویانو سره د همکاریو له امله د طالبانو له وېرې یې پټ ژوند کاوه.

د معلوماتو د ساتنې کمېسیون (ICO) له اوږدې پلټنې وروسته په دې اړه دفاع وزارت مجرم وباله او د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې د دغه هېود پخواني حکومت ژمنه وکړه، چې زیانمنو کسانو ته به تاوان ورکړي.

پولارډ دا ژمنه یو ځل بیا تازه کړه او په ډاګه یې کړه، چې هر تایید شوي کس ته به د یو ځل لپاره تر ۴۰۰۰پونډه تاوان ورکړل شي.

د انګلستان د دفاع وزیر لوک پولارډ رسمي بښنه وغوښته او ډاډ یې ورکړ، چې د خسارې تادیات به په چټکۍ سره پروسس شي.

هغه همداراز د معلوماتو د مدیریت په پروسیجرونو کې د اصلاحاتو او په دفاع وزارت کې د اړوندو کارکوونکو د روزنې د ښه کولو ژمنه هم وکړه.

د برېتانیا دفاع وزیر "لوک پولارډ" پارلمان ته وویل: «زه د تېرې تېروتنې بدلولای نشم؛ خو دا ژمنه کوم چې د دفاع وزارت د معلوماتو د مدیریت په برخه کې به اساسي اصلاحات راوړم.»

پولارډ ډاډ ورکړی، چې دغه پیسې به تر ټولو ممکنه وخت کې ورکړل شي او دفاع وزارت به له هر زیانمن کس سره نېغ په نېغه اړیکه ونیسي.

د ۲۰۲۱ کال دا پېښه د برېتانیا د پارلمان او مدني ټولنو له سختو غبرګونونو سره مخ شوه او حکومت په دې تورن شو، چې د اداري ناغېړیو له امله یې د هغو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړ چې له برېتانیا سره یې کار کړی وو.

د یادونې وړ ده، د ARAP پروګرام چې د افغان همکارانو د خونديتوب لپاره جوړ شوی و، په روانه اوونۍ کې په ناڅاپي توګه بند شو او پر تطبیق یې هم له پیل راهیسې نیوکې روانې وې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

کندهار د وچکالۍ پر څنډه؛ د هبت الله پر مېنه د پاکو اوبو بحران ورځ تر بلې زياتېږي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۱۹ GMT+۱

د کندهار یو شمېر سيمې د اوبو له کمښت سره مخ شوي او خلک اړ دي، چې د پاکو اوبو تر لاسه کولو لپاره له لرو ساحو څخه کورونو ته اوبه یوسي او یا یې په پيسو وپېري. خلک اندېښنه لري، که د پاکو اوبو د کمښت ستونزه حل نه شي، د هبت الله مېنه به د اوبو د کمښت له ناورین سره مخ شي.

کندهار ښاریانو له تېرو څو ورځو څخه په پرله پسې ډول افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې کندهار ښار د پاکو اوبو د نشتون له یوه جدي او د اندېښنې وړ بحران سره مخ دی.
د معلوماتو له مخې، کندهار ښار کې شاوخوا ۵۰ تجارتي برمې هره ورځ تر ۵ زره متره مکعبه زیاتې اوبه له ځمکې راوباسي او بیا دغه اوبه پر خلکو پلورل کېږي.
دغه راز ویل کېږي، چې د کندهار په ډېرو ناحیو کې چې د برمو یا د شبکې اوبه نه لري، ماشومان اړ دي چې له نورو کوڅو او برمو څخه په بوشکو کې اوبه خپلو کورونو ته یوسي.
۱۰ کلنه ماشومه شکریه وایي: «هره ورځ درې ځله اوبه راوړو، کله ناکله لرې ځایونو ته په اوبو پسي ځو، کله دومره ستړي کېږو چې پښې مو درد کوي.»
خلک وایي، چې دا کار نه یوازې د ماشومانو فزیکي او ذهني فشار زیاتوي، بلکې د دوی روغتیا ته هم خطر پېښوي.
د کندهار ښار اوسېدونکي وایي، چې په دې برخه کې د دولت له لوري هېڅ عملي ګام نه دی شوی.
د ښار یو اوسېدونکی حاجي محمد اسماعیل وایي: «موږ اوس د ټانکر له لارې اوبه اخلو، یو ټانکر اوبه په زر افغانیو رانیسو دا قیمت د غریبو لپاره نه ‌شي برابرېدای.»

100%

د معلوماتو له مخې، په کندهار ښار کې له مېشتو زرګونو کورنیو څخه اوسمهال یوازې ۲۰ زره کورنیو ته اوبه په منظمه توګه رسېږي، پاتې نور لږه برخه خپلې برمې لري او نور ټول یا د ټانکر له لارې اوبه ترلاسه کوي او یا هم په بوشکو کې اوبه له نورو سیمو وړي.
د کندهار د پاکو اوبو د دوامدار ناورین پروړاندې کارپوهان او عام خلک اندېښنه لري، چې که د ستونزې د حل په موخه ژر اقدامات ونه شي، نو ښایي کندهار په راتلونکو څو کلونو کې د ژوند له اساسي حق، یعنې پاکو اوبو بې ‌برخې شي.
همداراز د ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۲۰ زرو تر ۳۰ زرو پورې کورنۍ برمې لري، چې خلک د ورځني ژوند لپاره له همدې څاه ګانو ګټه اخلي.
د اوبو سطحه یوازې په یو کال کې ۴۰ متره ښکته شوې ده، چې دا یوه بېسارې او خطرناکه نښه ده.
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې که دا حالت همداسې دوام وکړي، نه یوازې څښاک اوبه به کمې شي، بلکې د ښار ټول چاپېریال، کرنه، اقتصاد او د خلکو روغتیا ته به ستر زیان واوړي.
کارپوهان وايي، دا وضعیت د اقلیم بدلون، نفوس زیاتوالي او اوبو ناسمې کارونې پایله ده.
نړۍوالې ارزونې ښيي، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د وچکالۍ له خورا زیاتو اغېزو سره مخ هېوادونو په منځ کې دی او کندهار د دې تر ټولو لوړه بیه پرې کوي.
د شته معلوماتو له مخې، که وضعت همداسې دوام وکړي نو دا ښار به تر ۲۰۳۰ کال پورې د هېواد تر ټولو وچ ښار شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مرکز کابل او د کندهار په ګډون د هېواد د لسګونو ولایتونو اوسېدونکي پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي.
الجزیرې همدا نن راپور ورکړ، چې ښايي شپږ مېلیونه نفوس لرونکی کابل ښار په راتلونکو پنځو کلونو کې په بشپړ ډول بې اوبو شي.
د راپور له‌مخې، که د اوبو پریمانه کارونه دوام ومومي او جدي اقدام ونه شي، د کابل د ځمکې لاندې د اوبو سرچینې به تر ۲۰۳۰ پورې په بشپړه توګه وچې شي.

ندیم: د لوړو زده کړو فارغان دې د کار موندلو کې حوصله ولري او له هېواده دې د تګ فکر نه کوي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۰۵ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د کندهار پوهنتون د فراغت غونډې پر مهال وویل، چې د هېواد د راتلونکې د جوړېدو په برخه کې یې له ځوانانو سره زیاتې هیلې تړلې دي. د نوموړي په وینا، د لوړو زده کړو فارغ ځوانان دې د دندو موندلو کې حوصله وکړي او له هېواده د تګ فکر دې نه کوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۴مه) د کندهار پوهنتون له بېلابېلو پوهنځيو څخه د محصلینو یوې فراغت غونډې ته ویلي: «که تر فراغت وروسته ژر ځوانانو ته دندې پيدا نه شي، باید حوصله ولري او د افغانستان څخه د تګ فکر ونه کړي.»

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې ستونزې پر ختمېدو دي او د پرمختګ خوا ته روان دي.

هغه زياته کړې: «د جوړېدو په برخه کې په زده کړو سمبال قوي بشري قوې ته اړتیا ده او اوس دغه اړتيا هم په پوره کېدو ده.»

د طالبانو دغه لوړپوړی چارواکی په داسې حال ځوانانو ته د پرمختګ او هیلو ډاډ ورکوي، چې دغه ډله په پرله پسې توګه پر ټولنې، ښځو، نجونو، ځوانانو او بېلابېلو برخو بندیزونه لګولي دي.

په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د لوړو زده کړو څخه په زيات شمېر ځوانان فارغ شوي، چې لويه برخه یې بې دندو، مایوسه شوي او د دوی په خبره په يو ډول روحي ستونزو اخته شوي دي.

طالبانو واک ته له رسېدو را وروسته د مدرسو له ملایانو او طالبانو څخه د لسانس، ماسټرۍ او دوکتورا ازموينې واخیستې او اسنادونه یې ورکړل.

دغې ډلې په دولتي ادارو کې هم لومړیتوب د مدرسو ملایانو او خپلو جنګياليو ته ورکړی.

عبداللطیف منصور: خلک باید له دغه نظامه په اطاعت سره ملاتړ وکړي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور په غزني کې د سلطان بند د ساتنې او څارنې چارو په پیل مراسمو کې وویل، خلک باید په افغانستان کې له اوسني حاکمیته په اطاعت سره ملاتړ وکړي.

عبداللطیف منصور زیاته کړه: «دمګړۍ په هېواد کې شرعي نظام، امنیت، اقتصادې پراختیا، قومي یووالی او د یو بل منلو فضا را منځته شوې، له همدې کبله خلک هم مسوولیت لري، چې له دغه نظام څخه په اخلاص، اطاعت او وفاداري سره ملاتړ وکړي.»

نوموړي همداراز په غزني کې د سلطان بند د ساتنې او څارنې چارو د پیل په مراسمو کې د اوبو د مدیریت او د کرنې د پراختیا په برخو کې د سلطان بند حیاتي ارزښت ته په اشارې سره وویل، پر دغې پروژې ۱۰۹ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې یې هم نن"شنبه" پیل شوې.

په دغې پروژه کې د دوه نیمو مترو په اندازې سره د بند لوړوالی، د بند تر ګواښ لاندې سیمو د بیارغونې او ټینګښت، د پاورهاوس جوړونه، د اوبو وتلو پایپونو بیارغونه، د دروازو بیارغونه، د پرچاوو بیارغونه، د چک او کنټرول په موخه پر بند د سانسورونو نصبول، د بند پر محور باندې د لمریزو ګروپونو نصبول او د ساتونکو د ودانۍ جوړونه شامله ده او د یوه کال په موده کې به بشپړه شي.

د دغې پروژې په پلي کېدو سره به د بند لوړوالی له ۳۵ متره څخه ۳۷ اعشاریه ۵ متره او د ذخیرې وړتیا به یې له ۹ میلیون متره مکعب اوبو ۱۳ میلیون متره مکعب اوبو ته لوړه شي، چې په ټوله کې به په سیمه کې کابو ۱۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه هم خړوبه شي.

افغانستان غواړي د اروپا بازارونو ته د لاسرسي لپاره له منځني دهلېزه استفاده وکړي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۳۷ GMT+۱

افغانستان هڅه کوي، چې د منځني دهلېز له ټرانزیتي لارې سره یوځای شي؛ څو اروپایي هېوادونو ته خپل صادرات زیات کړي.

د اذربایجان د رېل پټلۍ ادارې یا "اې، ډي، وای" مشر روفشان رُستموف په باکو بندر کې د طالبان د رييس الوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه د سویلي اسیا – قفقاز – اروپا تر منځ د بار وړلو د پراخولو په تړاو خبرې کړې دي.

د یاد راپور له مخې، ملا عبدالغني برادر په دې کتنه کې د باکو بندر له لارې د افغانستان د صادراتو د پراخېدو لپاره د همکاریو غوښتنه وکړه او د اذربایجان لوري هم په دې برخه کې د اسانتیاو د برابرولو ټټر وواهه.

منځنی دهلېز چې د ټرانس- کسپین نړۍواله ټرانزیتي لاره هم بلل کېږي، چین د مرکزي اسیا، کسپین سمندر، اذربایجان، جورجیا او ترکیې له لارې له اروپا سره نښلوي او همداراز د سوېلي او شمالي دودیزو لارو بدیله ځمکنۍ لاره ګڼل کېږي.

له دې سره سم، د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت هم ویلي، په یاده کتنه کې د اذربایجان چارواکو ژمنه کړې چې د باکو نړۍوال سمندري بندر له لارې چې د لاجوردو دهلیز په مسیر کې موقعیت لري، ترکیې او اروپا ته د افغانستان د صنعتي تولیداتو، کرنیزو محصولاتو او کاني توکو صادراتو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د طالبان د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، د باکو نړۍوال سمندري بندر مسوولینو همداراز ژمنه کړې، چې د وسپنې پټلۍ په واسطه د ایران له لارې د افغانستان سوداګریز توکي روسیې ته انتقال کړي.

د ویلو ده، چې د باکو نړۍوال سمندري بندر له لارې د افغانستان د صادراتو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د ټرانسپورټي لارو او نورو امکاناتو د ارزونې لپاره د دواړو هېوادونو له لوري ګډې تخنیکي کمېټې هم غوره شوې دي.

اردوغان: د افغانستان د امنیت او ثبات ملاتړ کوو

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۵۳ GMT+۱

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اقتصادي همکاریو سازمان ۱۷مه سرمشریزه کې ویلي، چې د افغانستان د خلکو د امنیت، سولې او پرمختګ لپاره ملاتړ اړین دی نوموړي له ګډونوالو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره دې ګډ ګامونه پورته کړي.

اردوغان د جمعې په ورځ د اذربایجان په خان کندي ښار کې د اقتصادي سازمان ۱۷مې سرمشریزې ته د وینا پرمهال د اسراییل له خوا د تهاجمي سیاستونو پلي کولو ته هم غبرګون ښودلی او وايي، چې دا ډول سیاستونه د سیمي سوله او ثبات ګواښي.

اردوغان ویلي:« موږ نه د فلسطین له موضوع پر شا کېدای شو او نه هم د نتنېاهو د حکومت په وړاندې چوپ پاتې کېدای شو چې زموږ سیمه د وینو په سمندر بدلوي.»

د اقتصادي همکاریو سازمان ۱۷مه غونډه تېره ورځ د ترکیې، اذربایجان، ایران ازبکستان، قرغزستان، تاجکستان او پاکستان د مشرانو په شتون کې د اذربایجان په خان کندي ښار کې ترسره شوه.

دغه غونډې ته د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم وربلل شوی و‌.