د کابل په هوايي ډګر کې د وژل شویو ۱۳ امریکايي پوځیانو ځینو کورنیو د ټرمپ ملاتړ وکړ

د جمهوري غوښتونکو د ملي راټولېدني په درېیمه شپه د هغو ۱۳ امریکايي پوځیانو یو شمېر کورنیو چې د کابل په هوايي ډګر کې د امریکایانو د وتلو پر مهال ووژل شول، له ډونالډ ټرمپ ملاتړ وکړ.