هند په غزه کې د سملاسي اوربند د ټینګېدو غوښتنه وکړه

هند یو ځلې بیا د منځني ختیځ په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې په غزه کې د سملاسي او بشپړ اوربند غوښتنه وکړه. په ملګرو ملتونو کې د هند مرستیال استازی ار رویندرا د یرغمل شویو بې قید و شرطه خوشې کولو په اړتیا ټینګار وکړ.