• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د رېلي پراختیا کنسرسیوم: له چابهار سره د کندهار نښلول د طالبانو لومړیتوب دی

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۹ جولای ۲۰۲۴، ۲۳:۲۳ GMT+۱

د افغانستان د رېلي پراختیا کنسرسیوم عامل مدیر مصطفی رضایي وایي، چې له چابهار سره د کندهار نښلول د طالبانو له لومړیتوبونو څخه دي. نوموړی وایي، چې د چابهار پټلۍ - میلک لاره به د راتلونکي کال تر نیمايي پورې ګټې اخیستنې ته ورسېږي.

د افغانستان د تېر حکومت مشرانو، هند او ایران د ۲۰۱۶ کال په مې میاشت کې د چابهار بندر د پراختیا لپاره درې اړخیزه هوکړه لاسلیک کړ.
ددې هوکړې موخه د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیت په برخو کې د لارې جوړېدل و.
د افغانستان د رېلي پراختیا کنسرسیوم د ایران د یو شمېر خصوصي شرکتونو څخه جوړ دی.
ایراني چارواکي وایي، چې دا کنسرسیوم د ایران د دولت تر چتر لاندې عمل نه کوي.
د یاد کنسرسیوم عامل مدیر له ایراف شبکې سره سره په مرکه کې ویلي: «بلکل له چابهار سره د کندهار نښلول د طالبانو له اصلي لومړیتوبو څخه دي او د دې ترڅنګ د چابهار - میلک د پټلۍ په جوړېدو سره به له هرات سره هم ونښلول شي.»
نوموړي زیاته کړه؛ د افغانستان رېل پټلۍ پرته له دې چې ازبکستان او پاکستان سره نښلوي، د افغانستان نورې رېلي پټلۍ هم په معیاري توګه طراحي شوي دي او د هرات - ترکمنستان رېل پټلۍ به هم په یوه سټنډرډ پټلۍ بدل شي.
د افغانستان د رېل پټلۍ د پراختیا د کنسرسیوم عامل مدیر ټینګار کوي، چې له کندهار څخه تر چابهار او میلک پورې د رېل پټلۍ کرښه په افغانستان کې په معیاري توګه جوړېږي او د افغانستان د صادراتو یوه برخه چې معدني توکي، وچه او تیلي تخمونه دي، له ایران پرته نورو هیوادونو ته هم پوښښ ورکوي.
د چابهار بندر به پر پاکستاني بندرونو د افغانستان تکیه راکمه کړي او افغانستان او منځنۍ اسیا ته به د هند لاس رسی اسانه کړي.
د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال عبدالغني برادر په دې وروستیو کې په کابل کې یوې غونډې ته وویل، چې له سیمې سره د اړیکو پراخول به پر ځینو مشخصو هېوادونو د سوداګرۍ د وابستګۍ مخه ونیسي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته ملا برادر د طالبانو د یوه پلاوي په مشرۍ تهران ته ولاړ او هلته یې په بېلابېلو برخو کې څو تړونونه لاسلیک کړل.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي چابهار د "سولې او سوکالۍ کریدور" وباله او په ټوله سیمه کې یې د سوداګرۍ او صنایعو د ودې لپاره پر ظرفیت ټینګار وکړ.

ډېر لیدل شوي

د بشري حقونو فعالان: طالبان له دُرې د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي
۱

د بشري حقونو فعالان: طالبان له دُرې د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي

۲

افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي

۳

څېړنه؛ د طالبانو د بندیزونو سربېره افغان نجونو لاهم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی

۴

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو

۵

د اوبو کمښت او د کرنیزې سرې د بیو لوړوالی افغانستان ګواښي