د روسیې یوې محکمې یو امریکايي خبریال د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کاله بند محکوم کړ

د روسیې یوې محکمې یو امریکايي خبریال د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کاله بند محکوم کړی دی. دغې محکمې د وال سټریټ ژورنال خبریال ایوان ګرشکوویچ تورن کړ، چې د روسیې د ټانک جوړولو د فابریکې په اړه یې معلومات راټولول.