د اسراییل لومړی وزیر د غزې سویل رفح ښار ته ولاړ

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې سویل رفح ښار ته ولاړ او له اسراییلي ځواکونو سره یې وکتل. اسوشټیډ پرس د نتنیاهو له قوله راپور ورکړی؛ ددې لپاره چې اسراییل له مصر سره د غزې د پولییزو سیمو کنټرول په لاس کې ولري، دا سفر ضروري و.