په هند کې د اورګاډي د اوښتو له امله درې تنه مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي دي

د هند د اترپردیش په ګونډا کې د اور ګاډي اوښتو په پېښه کې درې کسه مړه او ۲۵ نور ټپیان دي. پېښه د موتي ګنج او جلاهي د اورګاډي تمځایونو ترمنځ شوې ده. د ټایمز اف اېنډیا د راپور له مخې، په سیمه کې د ژغورنې عملیات پیل شوي دي.