• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کډوالو وزارت: تر ۴ زرو زیات کډوال له پاکستان او ایرانه راستانه شول

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۰ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۱۸ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، څلور زره او ۲۳۳ تنه افغان کډوال (د چنګاښ په ۳۰مه) نېټه د ورېښمو، اسلام کلا، سپین بولدک او د تورخم له لارې په خپله خوښه او جبري توګه راستانه شول.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغو ولایتونو د سرحدي امریتونو د معلوماتو له مخې له پاکستانه ۷۲کورنۍ چې ټولټال ۳۹۷ تنه کېږي د تورخم له لارې او ۶۱ کورنۍ چې ۳۳۲ تنه کېږي د سپین بولدک له لارې او په ایران کې مېشت یو زر او ۳۰۷ تنه د هرات د اسلام کلا له لارې او دوه زره او ۱۹۷ تنه د نیمروز د ورېښمو پله له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې دغه راستانه شوي کډوال یې تر نوملیکنې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د خوړو نړۍوال پروګرام دفترونو ته ور وپېژندل.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګرانډي پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له چارواکو غوښتي و، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دې ودروي او د هغوی د (پي او ار) کارټونو موده دې وغځول شي.
هغه ویلي و، چې دمګړۍ له پاکستانه د کډوالو د اېستلو چاره درول شوې ده؛ خو نن په اسلام اباد کې پولیسو هغه افغانان ونیول او له ځانه سره یې بوتلل، چې د ویزو موده یې بشپړه شوې وه.

ډېر لیدل شوي

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی
۱

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی

۲

د اسلامي همکاریو سازمان مشر: د اسلام په نوم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هېڅ مشروعیت نه لري

۳
د سپټمبر ۱۱مه

په اېبټ‌اباد کې د بن لادن له وژل کېدو ۱۵ کاله وروسته څه بدلون راغلی؟

۴

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی

۵

د طالبانو استخباراتو د مخالفو جبهو پر ضد د ۷۰ میلیونه افغانیو تبلیغاتي بودجه وړاندیز کړې