د اسراییل د پراخه بریدونو له امله د خان یونس په ختیځ کې لږ تر لږه ۷۰ تنه فلسطینیان وژل شوي

په غزه کې روغتیایي سرچېنې وايي چې، د اسراییل د نویو بریدونو له امله لږ تر لږه ۷۰ تنه وژل شوي دي. د رویټرز د راپور له مخې، دغه کسان د زغرهوالو ګاډو او اسراییلي جنګي الوتکو په بریدونو کې د خان یونس په ختیځو سیمو او «بني سهیلا» کې وژل شوي دي.