• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پي ټي ای: د عمران خان او دغه ګوند د نورو غړو د نیولو په غبرګون کې د نه خوړو اعتصاب کوو

۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲۳ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۴۳ GMT+۱

د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي وایي چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان او نورو کارکونکو د نیول کېدو په غبرګون کې د نه خوړلو اعتصاب کوي. تېره ورځ، د اسلام اباد پولیسو په دغه ښار کې د تحریک انصاف ګوند دوه مخکښ غړي ګوهر علي او حسن رووف ونیول.

ويل کیږي، د دغه ګوند د نورو مشرانو له نیولو وروسته ګوهر علي د پي ټي ای مشر او حسن رووف یې ویاند دی.
د سرچينو په وینا، د پي ټي ای غړو د دغه ګوند د مشر عمران خان او نورو کارکونکو له نيول کيدو وروستو د نه خوړو د اعتصاب پرېکړه کړې.
سرچينې وایي د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د پي ټي ای استازي له نن سه شنبې د (زمري دویمې) څخه د نه خوړلو اعتصاب پیلوي او له نن څخه به د قامي اسمبلۍ مخې ته د پرلت خیمه هم دروي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې په قامي اسمبلۍ کې به د تحريک انصاف ګوند غړي د عمران خان په ګډون د دغه ګوند د نیول شویو غړو د خوشې کولو غوښتنه کوي.
تېره ورځ د تحریک انصاف ګوند یو وکیل علي بخاري د دغه ګوند د دوو مهمو غړو د نیولو په غبرګون کې رسنیو ته وويل، چې له پولیسو سره د ګوهر علي او حسن رووف د نیولو هیڅ رسمي سند نه شته او دوی د قانون خلاف د پولیسو له لوري نیول شوي دي.
په قامي اسمبلۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي داسې مهال د نه خوړو د اعتصاب پیلولو خبره کوي، چې تېره اوونۍ د پاکستان حکومت د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.

ډېر لیدل شوي

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي
۱

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۲

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې

۴

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی

۵

پاکستان یو وار بیا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو بریدونه کړي دي