د بښنې نړۍوال سازمان: د بنګله دېش په لاریونونو کې تر ۱۷۰ ډېر کسان وژل شوي دي

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، چې د بنګله دېش په لاریونونو کې تر ۱۷۰ ډېر کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي. دغه لاریونونه د ۲۰۲۴ کال د جولای په لومړۍ نېټه وروسته له هغه پیل شول، چې د بنګله دېش عالي محکمې د دولتي دندو لپاره د کوټې سیسټم بېرته نافذ کړ.