په اېتوپیا کې د ځمکې ښویېدو له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۰۰ واوښت

په اېتوپیا کې سیمه‌ییز چارواکي وايي، تېره ورځ د سوېلي اېتوپیا ایالت په غرنۍ سیمه کې له سختو ورښتونو وروسته ځمکه ښویېدلې ده. په دغې پېښه کې لږ تر لږه ۲۲۹ کسان مړه شوي دي.