په نیپال کې د الوتکې نسکورېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي دي

په نیپال کې د الوتکې د راپرېوتو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي دي؛ خو پیلوټ یې ژوندی پاتې او په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. ویل شوي، چې دغې کوچنۍ الوتکې د نیپال په پلازمېنې کټمندو کې له لوېدو وروسته اور اخیستی.