په ۲۰۲۳ کال کې په هره یوه دقیقه کې یو کس د ایډز ناروغۍ له امله مړ شوی

ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، چې تېر کال شاوخوا ۶۳۰ زره د ایډز په ناروغۍ اخته کسان مړه شوي دي. د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې نږدې ۴۰ مېلیونه کسانو د اېچ ای وي په ویروس اخته شوي وو او له ۹ مېلیونو د ډېرو کسانو هېڅ درملنه نه ده شوې.