د پښتون ژغورنې غورځنګ: په بنو کې سبا ته کاربندیز دی او زرګونه کسان به احتجاج ته راووځي

د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي، چې د بنو امن پاڅون کوونکي سبا ته کاربندیز او ګرځبندیز کوي. د دغه غورځنګ غړی حنیف پښتون وایي: «لکه څنګه چې مخکې بنوګل امن پاڅون کې زرګونه خلک راوتلي وو، سبا ته به هم زرګونه کسان را ووځي.»