د ټرامپ د ترور په اړه تازه معلومات؛ مرمې په پخواني ولسمشر لګیدلې ده

په پنسلوانیا کې په یوه ټاکنیزه غونډه کې د امریکا پر پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وژلو له ناکامې هڅې دوه اوونۍ وروسته، د ایف بي ای مشر وایي، چې ټرامپ په مرمۍ او یا هم د مرمۍ په ټوټې ټپي شوی دی.