• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یو شمېر ایرانیانو په تهران کې د افغان کډوالو پر ضد لاریون وکړ

۶ زمری ۱۴۰۳ - ۲۷ جولای ۲۰۲۴، ۲۱:۲۴ GMT+۱

یو شمېر ایرانیانو په تهران کې د جمعې په ورځ ( د زمري ۶مه) په دغه هېواد کې د میشتو افغانانو پر وړاندې لاریون وکړ او «مرګ پر افغان» شعارونه یې ورکول. دغه لاریون د تهران په ۱۵مه سیمه کې ترسره شوی.

وروستیو ورځو کې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې اعتراضونه او ناوړه چلند زیات شوی دی.
هغه ویډیو چې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلې، یو شمېر لاریون وال ښيي چې پر سړک لاریون کوي او ویل کیږي دا هغه سړک دی چې یو ایرانی پکې وژل شوی دی. ډېری لاریون وال ښځې دي چې تر څنګ یې پولیس هم لیدل کیږي.
لاریون کوونکو د «مرګ پر افغان» او «افغان جنایت کوي، دولت یې ملاتړ» شعارونه ورکول. دا ویډیو لنډه ده او د لاریون کوونکو له خوا مطرح شوې غوښتنې روښانه نه دي.
په دې وروستیو کې، د تهران په ۱۵مه سیمه کې د یو ایراني د وژل کیدو د خبر له خپریدو وروسته، په تهران کې یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تهران په ختیځ کې د سیمې اوسیدونکي له دوی سره ډېر ناوړه چلند کوي.
تېره اوونۍ راپور ورکړل شو، چې یو ایرانی له دریو افغان کډوالو سره په شخړه کې وژل شوی دی.
افغانستان انټرنشنل ته یو بل کډوال د تهران د ۱۵مې سیمې څخه د یوې خبرتیا انځور استولی، چې پکې افغان کډوالو ته خبرداری ورکړل شوی چې سمدستي دې دا سیمه تخلیه کړي.
په دغې خبرتیا کې چې کس یا بنسټ یې څرګند نه دی، افغان کډوالو ته خبرداری ورکړل شوی « که له ۱۵مې سیمې ونه وځئ له ایران څخه به په زوره واېستل شئ.»
‎تسنیم خبري اژانس تېره اوونۍ لیکلي وو، چې د روغتون په بیړنۍ خونه کې د یو ایراني له وژل کېدو وروسته د پلازمېنې پولیسو درې افغان وروڼه د دغه ایرانې د وژل کیدو په تور نیولي دي.
دغه خبری ژانس د یوې مېرمنې له قوله چې درې تنه کډوال کارګران یې اپارتمان ته تللي وو، لیکلي: «زما میړه تهران ته د کار لپاره تللی و او زه په کور کې یوازې وم. دا درې وروڼه چې زموږ ګاونډیان دي، د ودانۍ د لګښت د اخېستو لپاره راغلي وو او په سر کې د ساختماني مسایلو له امله زموږ ترمنځ لفظي شخړه رامنځ ته شوه.»
دغې مېرمنې چې دغه درې افغان کډوال کارګر په فحشا تورن کړي وايي، د دغو کارګرانو له تګ وروسته یې خپل میړه سره اړیکه ونیوله او ساعت وروسته یې لیور ( د میړه ورور) دغو دریو کارګرانو پسې ورغی او ترمنځ یې شخړه وشوه.
په وروستیو میاشتو کې په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو د شتون په اړه نیوکې ډېرې شوې دي.
له دغو نیوکو سره سم، ایراني پولیسو د افغان کډوالو د نیولو او اېستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

100%

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۴

سي‌بي‌اېس په ایران کې د امریکا د اېف ۱۵ الوتکې د پرېوتو نوي جزییات خپاره کړل

۵

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل