• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان سر کونسل تایید کړه چې په مشهد کې یې کاري دوره بشپړه شوې ده

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۳۹ GMT+۱

په مشهد کې افغان سرکونسل عبدالجابر انصار د یکشنبې په ورځ تایید کړه، چې په دې ښار کې یې ماموریت پای ته رسېدلی دی.

په مشهد کې د افغانستان د کونسلګرۍ پر سر له میاشتو اختلافونو وروسته سرچینو وویل، چې د طالبانو استازی فیض الرحمان به د زمري په اتمه نېټه د دې دفتر مسوولیت پر غاړه واخلي.

عبدالجبار عطایي نن افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې په مشهد کې د افغانستان د کونسلګرۍ چارې پرېږدي.
د افغانستان د کونسلګرۍ د مدیریت پر سر اختلافونه د روان کال د غبرګولي په میاشت کې زیات شول.
دغه اختلافونه تر هغه وروسته زیات شول، چې طالبانو د غبرګولي په اوومه خپل استازی نصیر احمد حقاني له تهران څخه مشهد ته ولېږه؛ څو د افغانستان د نوي کونسل په توګه مسوولیت ترلاسه کړي.
د طالبانو دا اقدام د جمهوریت له لوري د ټاکل شوي سرکونسل عبدالجابر انصار له مقاومت سره مخ شو، چې وروسته بیا د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم له دې وزارت سره د نه همغږۍ له امله د دې بدلون پر وړاندې مخالفت وکړ.
اوس باخبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړ، چې دغه اختلافونه د ایران د بهرنیو چارو وزارت او د طالبانو ترمنځ حل شوي دي.
تر اوسه د ایران د بهرنیو چارو وزارت او طالبانو بیا په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د سرچینې په خبره؛ طالب چارواکو په مشهد کې د افغانستان د کونسل د معرفي کولو په برخه کې د ویانا د کنوانسیون شرایط منلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په غبرګولي میاشت کې د نصیر احمد حقاني په نامه خپل استازی مشهد ته لېږلی وو؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت بیا په دې اړه بې خبري ښودلې وه او د طالبانو دا اقدام یې د ویانا د کنوانسیون د ژمنو خلاف بللی و.
په هغه وخت کې عبدالجابر انصار هم حاضر نه شو، چې خپل مسوولیت نصیر احمد حقاني ته وسپاري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له دغو اختلافونو وروسته اعلان وکړ، چې په مشهد کې د افغانستان د سرکونسل په توګه د انصار لاسلیک اعتبار نه لري.
طالبانو دغه راز د یاد ډېپلوماټ پاسپورټ هم بې اعتباره اعلان کړ او نوموړی یې تورن کړ، چې «د کونسلګرۍ د عوایدو په راټولولو کې یې شفافیت په پام کې نه دی نیولی».
سره له دې چې تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو د ایران، پاکستان، ترکیې او چین په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونو د طالبانو له خوا معرفي شویو ډېپلوماټانو ته دفترونه سپارلي دي.

ترویج لرونکی

پاکستان پر پکتیا له بریدونو وروسته پر مرسته کوونکو او عامه خلکو هم بمبار کړی دی
۱

پاکستان پر پکتیا له بریدونو وروسته پر مرسته کوونکو او عامه خلکو هم بمبار کړی دی

۲

د پاکستان پوځ: په کراچۍ کې د برید په تړاو یو افغان تبعه په ټپي حالت کې نیول شوی

۳

پاکستان وايي په کونړ، پکتیا او پکتیکا کې یې «هدفي هوایي بریدونه» ترسره کړي دي

۴

د پاکستان په کراچۍ کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز دفتر ته نږدې چاودنه او ډزې شوي

۵

د پاکستان د جیو نیوز ټلویزیون خپرونې د ۱۵ ورځو لپاره وځنډول شوې

•
•
•

نور کیسې

د غزې اوسېدونکي: اسراييلي ځواکونو په سوېل کې پرمختګ کړی او لا ډېر خلک یې بې ځایه کړي

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۳۳ GMT+۱
د غزې اوسېدونکي: اسراييلي ځواکونو په سوېل کې پرمختګ کړی او لا ډېر خلک یې بې ځایه کړي
100%

اسراییلي ځواکونو د یکشنبې په ورځ د غزې د تړانګې په سوېل کې د حماس په مشرۍ د اورپکو سره د جګړې په دوام لا ډېرې سیمې نیولي. د غزې روغتیایی چارواکو وویل، چې د اسراییل پوځي بریدونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۶ فلسطینیان وژلي دي.

ټانکونو د غزې په سوېل کې د خان یونس په ختیځ کې د الکرارا، الزنا او بني سهیل په درېیو ښارونو کې لا نورې سیمې نیولي او ډاکټرانو ویلي، چې لږ تر لږه نهه فلسطینیان د یکشنبې په ورځ د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې په دغو سیمو کې وژل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکو ویلي، چې د خان یونس په ختیځو سیمو کې چیرې چې پوځي عملیات روان دي، د سختې جګړې غږ اورېدل کېږي.

نوې جګړې د دې لامل شوي، چې په زرګونو نورې کورنۍ خپل کورونه پرېږدي او لویدیځ ته المواسي او شمال ته د دیر البلاح په لور د ګڼې ګوڼې سیمو ته لاړ شي.

د یکشنبې په ورځ په خان یونس باندې دوه جلا اسراییلي هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ فلسطینیان وژل شوي دي.

100%

د الموصې سیمې په خیمو یو هوایي برید د ماریا ابو زیاده په نوم د یوې څلور میاشتینۍ ماشومې په ګډون پنځه تنه وژلي دي.

د خان یونس په لوېدیځ کې الموصي هغه سیمه ده، چې امنه اعلان شوې ده او اسراییلي پوځ له نورو ځایونو څخه فلسطینیانو ته دغې سیمې ته د ورتګ امر کوي.

د اسراییل پوځ ویلي، چې په دې سیمې د شوي برید په اړه څېړنې کوي.

د غزې روغتیايي چارواکي وايي، چې د خان یونس ښار په مرکز کې پر یو کور هوايي برید ۱۰ کسان وژلي دي.

په تېرو څو ورځو کې د اسراییل پوځ ویلي وو، چې په ختیځ خان یونس کې یې له دغو سیمو څخه د راکټي بریدونو په ګډون د نویو بریدونو په ځواب کې او د حماس د بیا تنظیمېدو د مخنیوي په موخه تازه بریدونه کړي دي.

دغه پوځ وايي، چې په سیمه کې یې لسګونه وسله وال وژلي او پوځي تاسیسات یې ویجاړ کړي دي.

100%

په همدې حال کې د مصر پولې ته څېرمه په رفح ښار کې اسراییلي ځواکونو د ښار په شمالي برخو کې ژور پرمختګ کړی، چیرته چې دوی لا تر اوسه بشپړ کنټرول نه لري.

ټانکونو د غزې د مرکزي تړانګې په ځینو سیمو لکه؛ د بوریج کمپ، نصرت کمپ او د جوهر الدیک کلي هم په نښه کړی دی.

د غزې د ښار په تل الحوا کې چیرې چې د حماس وسله والې څانګې ویلي، چې جنګیالیو یې هلته د اسراییلي ځواکونو سره جګړه کړې، د اسراییل په هوايي برید کې څلور فلسطینیان وژل شوي دي.

تمه وه، چې د یکشنبې په ورځ د امریکا د استخباراتو ادارې سي ای اې مشر ویلیم برنز په روم کې له خپلو اسراییلي او مصري سیالانو او د قطر له صدراعظم سره په غزه کې د اوربند او د حماس له خوا د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په اړه خبرې وکړي.

حماس په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اوربند تړون غواړي، په داسې حال کې چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ژمنه کړې چې جګړه به یوازې هغه وخت ودریږي، چې حماس به بشپړه توګه مات شي.

100%

د اسراییل ډولتي ټلویزیون کان وايي، چې د وروستي وړاندیز په اړه د اسراییل ځواب د شنبې په ورځ واشنګټن ته سپارل شوی و، دا د یوې موافقې د ترلاسه کولو وروستۍ هڅه وروسته له هغې چې اسراییل او حماس یو بل د کړکېچ لپاره تورنوي.

د سیمه ییزو روغتیايي چارواکو په وینا؛ په غزه کې د اسراییل په عملیاتو کې تر ۳۹۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

اسراییل وايي، چې د غزې په جګړه کې یې ۳۲۸ سرتېري وژل شوي.

دوی وايي، چې د اسراییل د خونړیو بریدونو د پیل راهیسې په غزه کې د وژل شوو کسانو درېیمه برخه د حماس جنګیالي جوړوي.

د اسراییل د شمېرو له مخې؛ د اکتوبر د اوومې په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ تنه یرغمل شوي وو.

د امریکا ټاکنې؛ د کاملا هاریس ټاکنیز کمپاین په یوه اونۍ کې ۲۰۰ میلیونه ډالر راټول کړي

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۵۶ GMT+۱
د امریکا ټاکنې؛ د کاملا هاریس ټاکنیز کمپاین په یوه اونۍ کې ۲۰۰ میلیونه ډالر راټول کړي
100%

د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیالې کاملا هاریس ټاکنیز کمپاین د یکشنبې په ورځ وویل، چې د ډېموکراټ ګوند د ولسمشرۍ نومانده کېدو راهیسې یې په اونۍ کې ۲۰۰ میلیونه ډالر راټول کړي او د ډېموکراټ ګوند له نوماندیدو وروسته ۱۷۰ زره نوي رضاکاران ورسره یوځای شوي دي.

ولسمشر جو بایډن د تېرې اونۍ د یکشنبې په ورځ له خپلې کاندیداتورۍ لاس په سر شو او د نومبر په ۵مه کېدونکو ټاکنو کې یې د جمهوري غوښتونکي پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وړاندې د هاریس ملاتړ وکړ.

د هاریس د کمپاین مرستیال روب فلهیرټي پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: "په یوه اونۍ کې چې موږ د کمپاین لپاره د مرستې راټولول پیل کړی۲۰۰ میلیون ډالر مو راټول کړي دي. د دې مرستو ۶۶٪ د نوي مرسته کوونکو له خوا ورکړل شوي. موږ سره ۱۷۰ زره نوي رضاکاران یوځای شوي دي."

د تېرې اونۍ ټولپوښتنې چې د رویټرز/ایپسوس له خوا ترسره شوي، ښیي چې هاریس او ټرمپ سره نږدې رقابت کوي.

د ټرمپ کمپاین د جولای په پیل کې ویلي وو، چې د اپریل څخه تر جون پورې ۴۴۲ میلیونه ډالر یې په انلاین بڼه راټول کړي او ۲۸۴ میلیون ډالر نغدي پیسې ورسره مرسته شوې.

هاریس د ډېموکراټیک ګوند د کاندیداتورۍ لپاره د ډېری استازو ملاتړ تر لاسه کړی او ښايي په راتلونکې میاشت کې د ولسمشرۍ لپاره د خپل ګوند نومانده شي.

د ډېموکراتیک ملي کمېټې رییس جیم هاریسن د یکشنبې په ورځ وویل: "نو زموږ مرستیال ولسمشره احتمالي نومانده دی. موږ به د اګست په لومړۍ نېټه په رسمي توګه رایې ورکړو."

بایډن د جون په وروستیو کې د ټرمپ پروړاندې د ناکامې مناظرې وروسته د هغه د عمر او روغتیا په اړه پوښتنو له امله له سیالۍ څخه ووته.

د فوټبال په میدان کې د ۱۲ کسو له وژل کېدو وروسته اسراییل ویلي، حزب الله به سخت وځپي

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۱۳ GMT+۱
د فوټبال په میدان کې د ۱۲ کسو له وژل کېدو وروسته اسراییل ویلي، حزب الله به سخت وځپي
100%

په زرګونو ماتم کوونکو د یکشنبې په ورځ د هغو ۱۲ ماشومانو او تنکیو ځوانانو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ، چې د اسراییل تر ولکې لاندې د ګولان په لوړو کې د توغندیو په برید کې وژل شوي وو. اسراییل په لبنان کې د حزب د الله ملېشو پر وړاندې د سخت غچ اخیستو ګواښ کړی.

حزب الله په مجدال شمس باندې د برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی، دغه برید د اکټوبر د اوومې نېټې راهیسې په اسراییل یا د اسراییل سره ضمیمه شویو سیمو کې تر ټولو خونړی برید دی.

پر اسراییل د حماس له برید وروسته په غزې کې د اسراییل پیل شوي بریدونه له نهو میاشتو راهیسې دوام لري او اوس د پراخې سیمه ییزې شخړې د خپرېدو خطر لري.

100%

اسراییلي الوتکو تېره شپه د لبنان په سویل کې یو شمېر موخې په نښه کړي؛ خو د اسراییل د امنیتي کابینې تر غونډې وروسته د قوي غبرګون تمه کیږي.

لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا له سفر څخه بیرته ستون شوی او تر غونډې مخکې یې له امنیتي چارواکو سره کتلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل، چې داسې نښې نښانې شته چې د فوټبال پر یو لوبغالي راکټي برید، د حزب الله له خوا شوی وي.

هغه وايي، چې واشنګټن به اسراییل سره ودریږي چې له ځانه دفاع وکړي.

د نوموړي په وینا؛ متحده ایالات نه غواړي جګړه نوره هم پراخه کړي، خو دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ د لبنان په سویلي سیمو کې د اسراییلي پوځ او حزب الله جنګیالیو ترمنځ د هوايي بریدونه او د ډزو تبادله لیدل کیږي.

په ورته وخت کې کورنۍ د ګولان په لوړو کې د مجدال شمس په دروز کلي کې د جنازې لپاره راټولې شوې، هغه سیمه چې د ۱۹۶۷ کال د منځني ختیځ په جګړه کې د سوریې له خوا نیول شوې وه او د ډیرو هېوادونو له خوا په رسمیت نه وه پېژندل شوې.

دروز عرب لږکي مسلمانان دي، چې د ګولان په لوړو کې د ۴۰ زره نفوس له نیمایي څخه ډیره برخه جوړوي.

100%

د مجدال شمس د محلي شورا مشر دولان ابو صالح په اسراییلي ټلویزیون کې په خپرو شویو څرګندونو کې وویل: "موږ سختې شېبې تېروو.

د مجدال شمس لپاره یوه سخته غمیزه توره ورځ راغلې ده."

حزب الله په پیل کې اعلان کړی و، چې د ګولان په لوړو کې یې د اسراییل پر پوځي مرکزونو توغندي توغولي؛ خو پر مجدال شمس په برید کې یې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي، چې «له دې پېښې سره هېڅ تړاو نه لري او په دې اړه ټول درواغجن تورونه په کلکه ردوي».

پخواني ولسمشر، مشهورو څېرو او سياسيونو د افغانستان درې رنګه بيرغ د ملي يوالي نښه یاده کړې

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۰۴ GMT+۱
پخواني ولسمشر، مشهورو څېرو او سياسيونو د افغانستان درې رنګه بيرغ د ملي يوالي نښه یاده کړې
100%

په جلا وطنۍ کې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني، یو شمېر سياسیونو، د جمهوريت پر مهال نظامیانو او افغان ملي لوبغاړو د افغانستان درې رنګه ملي بيرغ د ملي يوالي سمبول ياد کړی.

د پخواني ولسمشر په ګډون ملي لوبغاړو هم د زمري اوومه د بيرغ د ملي ورځ مبارکي ټولو افغانانو ته ويلې ده.

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ (د زمري ۷مه) پر خپله اېکس پاڼه د ملي بيرغ ورځ د هغو «شهیدانو یاد ته درناوی یاد کړی، چې خپل سرونه يې قرباني کړي او د وطن په خپلواکولو یې په لویه اسيا کې د استعمار خلاف د ازادۍ غوښتنې څپه وخوځوله.»

پخواني ولسمشر ليکلي: « د خپلواکۍ وروسته د لسیزو په اوږدو کې دا د يوالي او ورورلۍ نښه او د افغانانو هويت دی. نن ورځ يوازی دا درې رنګه بیرغ په هر ځای کې د هويت استازیتوب کوي.»

د افغانستان د بهرنيو چارو پخواني وزير محمد حنيف اتمر هم پر خپله اېکس پانه د ملي بيرغ د ورځې مبارکي ليکلې او دا يې د ازادۍ، خپلواکۍ او ملي يوالې نښه ياده کړې.

اتمر ليکلي: « بيرغ زموږ د ازادۍ، خپلواکۍ او ملي يووالي سمبول او زموږ د وياړلي تاريخ او ګډ راتلونکي څرګندوی.»

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل هم پر خپلې اېکس پاڼې افغانانو ته د ملي بیرغ مبارکي ویلې او زیاته کړې یې ده، چې د ملي بیرغ د ورځ په یاد به له بیرغ سره د ګیله من وزیر مینه همېشه تلپاتې وي.

نوموړي پر خپلې اېکس پاڼې د ګیله من وزیر له بیرغ سره یو ځای ویډیو او د هغه شاعري هم خپره کړې ده.

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې کپتان راشد خان هم پر خپلو ټولنیزو رسنيو کې د ملي بيرغ سره خپل تصوير خپور کړی او ليکلي يې دي: « ګرانو وطنوالو د ملي بيرغ ورځ مو مبارک شه.»

100%

د افغانستان پخواني پوځ جنرال او د افغانستان د متحدې جبهې مشر سمېع سادات هم پر خپله اېکس پاڼه په نظامي لباس کې د ملي بیرغ سره خپل تصوير خپور کړی او ور سره ليکلي يې دي: «د ملي بيرغ ورځ دې ټولو افغانانو ته مبارک وي.»

ځینو جلا وطنه افغان چارواکو، ملي لوبغاړو، مدني فعالانو او وطنپالو ځوانانو په خواله رسنیو کې هم د ملي بیرغ عکسونه لګولي او دا یې د افغانستان ملي نښان او هویت یاد کړی.

د نړۍ په په بېلابېلو رسمي دفترونو کې د افغانستان همدا درې رنګه بيرغ په رسميت پېژندل شوی او د ټولو نړۍوالو لوبو پرمهال هم همدا درې رنګه بيرغ رپيږي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره له ټولو ادارو او لوړو څوکو ملي بیرغ راښکته او پر ځای یې طالبانو خپل سپین بیرغ لګولی.

طالبانو په تېرو کلنو کې هم په ډېرو ولایتونو کې هغه ځوانان وهلي، بنديان کړي، شکنجه کړي او ګواښلي دي، چې درې رنګه ملي بيرغ ته به یې کمپاين کاوه او يا به ورسره ولیدل شو.

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د افغانستان درې رنګه بیرغ د ملي بیرغ په توګه ومني.

طالبانو د پوهنتونونو په فراغت غونډو کې د ځانګړې چپنې اغوستل او خولۍ پر سر کول منع کړل

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۱۵ GMT+۱
طالبانو د پوهنتونونو په فراغت غونډو کې د ځانګړې چپنې اغوستل او خولۍ پر سر کول منع کړل
100%

د طالبانو د لوړو زده وزارت د دعوت او ارشاد رییس یو غږیز پېغام چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلی، د هېواد د ټولو پوهنتونونو په فراغت غونډو کې د ځانګړې تورې چپنې اغوستل او خولۍ پر سر کول منع کړل.

شاکرالله وحدت وايي، چې د رسنیو له وېرې نه شي کولی په دې اړه پوهنتونونو ته مکتوب ولېږي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دعوت او ارشاد ریاست رییس په دغه غږیږ پېغام چې دولتي پوهنتونو کې د دې ریاست امرینو ته یې لېږلی خبردارۍ ورکوي، چې د دې کار تکرار به د بغاوت اعلان وي.

ملا شاکرالله وحدت په دولتي پوهنتونونو کې د دعوت او ارشاد امرینو ته سپارښتنه کوي: « د فراغت غونډې راروانې دي؛ نو زما له طرفه جدي غوښتنه دا ده، چې دا ما ته د مقام له خوا ویل شوي دي، دا مساله به جدي نیسئ، چې د فراغت په غونډو کې سپینې چپنې او خولۍ پر پوهنتونونو باندې ومنۍ او که دا څوک نه مني نو دا به د اطاعت خلاف وي او له امارت نه به بغاوت وي.»

ملا شکرالله وحدت په دغه غږیږ په پېغام کې زیاتوي: « تاسې مونږ څخه ځیني کتبي مطالبه کوئ، چې مکتوب راولېږئ که مونږ مکتوب ولېږو داسې رسنۍ دي، چې بیرون ته را وځي او غوغا ورسره جوړیږي او سبا مشکل جوړوي نو د مشرانو هدایت دی، چې مکتوب مه لېږئ او غږیږ پېغام ولېږئ.»

څو ورځې وړاندې د پکتیا ځینو محصلینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ویلي وو، چې طالبانو فراغت غونډو کې تورې چپنې اغوستل او خولۍ پر سر کول منع کړې دي.

دوی زیاتوي؛ طالبانو ورته ویلي چې تورې چپنې او خولۍ د غربیانو فرهنګ دی او د دې کار په کلکه مخنیوی کوي.

په ورته وخت کې افغانستان انټرنشنل - پښتو هغه مکتوب هم تر لاسه کړی، چې د پکتیا پوهنتون رییس پکې له ټولو پوهنځیو غوښتي، چې ځانګړې چپنې او خولۍ دې په فراغت غونډو کې منع کړه.

100%

طالبانو تر دې مخکې د پوهنتونونو او ښوونځیو په فراغت غونډو کې د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ رپولو، ملي سرود غږولو او پر بدن د یادګاري امضا او د رنګونو شیندلو په جرم ځیني زده کوونکي په ننګرهار، کونړ او خوست کې هم نیولي وو.