• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په کندوز کې سږ کال د بادامو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي دي

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۵۶ GMT+۱

په کندوز ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د تېر کال پرتله د بادامو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه ډېروالی راغلی.

په دغه ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې برخې مشر صلاح الدین واحدي د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې تېر کال له ۶ زره ۵۹۰ هکتاره ځمکې څخه ۸ زره ۴۶۵ ټنه بادام ترلاسه شوي وو.
هغه وایي، سږ کال دغه کچه ۹ زره ۳۱۱ ټنو ته لوړه شوې چې د تېر کال پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
د هغه په خبره، د بادامو د حاصلاتو د ډېروالي اساسي لاملونه کروندګرو ته د اصلاح شویو ونو او د کیمیاوي سرو د وېش، بڼوالو ته د کرنې په برخه کې عامه پوهاوی، د ورښتونو او اوبو د کچې لوړوالی، د کرنې معیاري او مېکانیزه کېدل ښيي.
هغه زیاته کړې ده، چې د کرنې په مېکانیزه کولو او د بزګرانو پر ځان بسیاینې برخه کې به له هېڅ ډول هلو ځلو ډډه ونه کړي.
له بل پلوه واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان وچه مېوه د پخوا پرتله نړۍوال بازارونه نه لري.
د جمهوریت په وروستیو کلونو کې د افغانستان وچه مېوه ډېریو اروپایي او لوېدیځو هېوادونو ته صادرېده؛ خو د طالبانو په واکمنۍ کې د نورو هېوادونو په تېره بیا د لوېدیځو هېوادونو اړیکې له دغې ډلې سره سړې او ترینګلې شوې دي.

ډېر لیدل شوي

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده
۱

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۲

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۳

د حمدالله محب په مشرۍ فضايي شرکت د اماراتو لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

۴

فضل احمد معنوي: طالبان له «لاسپوڅې ډلې» په مخالف او غچ اخیستونکي «واکمن قوت» بدل شوي

۵

پاکستان: ملا شیرین په کندهار کې د بلوچ وسله‌والو، ټي‌ټي‌پي او القـ .ـاعدې د استازو کوربه و