د هند په کېرالا کې د ځمکې ښویېدنې له امله ۱۹ کسان مړه شوي دي

د سه شنبې په ورځ د کېرالا د ویاناډ ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې د ځمکې ښویېدنې له امله ۱۹ کسان مړه شوي دي. ورته مهال د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په ویاناډ کې د ځمکې ښویېدنې وروسته د کېرالا حکومت ته له مرکزه د هر ډول ممکنه مرستې ډاډ ورکړی.