تسنیم: د جیش العدل ډلې د چاودېدونکو توکو د لېږدولو ډلې غړي نېول شوي دي

د ایران د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې د جیش العدل ډلې اړوند د چاودېدونکو توکو لېږدوونکو یوه څلور کسیزه ډله یې په خاش کې نیولې ده. تسنیم په خپل راپور کې دا نه دي ویلي، چې ایا دوی په ځانګړو هدفونو د برید په لټه کې وو او که څنګه.