په خیبر پښتونخوا کې د سېلابي اوبو له امله د یوې کورنۍ ۱۱ غړي مړه شوي دي

ځايي سرچینې وايي، یاده پېښه د خیبر پښتونخوا د کوهاټ په دره ادم خېل سیمه کې شوې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۱ غړي مړه شوي دي.