د ډونالډ ټرمپ ټاکنیز کمپاین د کماله هرېس پر ضد په اعلاناتو لس مېلیونه ډالر لګوي

رویټرز راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ ټاکنیز کمپاین په شپږو ایالتونو کې د کماله هرېس د محبوبیت او شهرت پر ضد پر اعلاناتو ۱۰ مېلیونه ډالر لګوي. دغه شپږ ایالتونه د ټرمپ او هرېس تر منځ د ټاکنیزې سیالۍ اصلي ډګر ګڼل کېږي.