زلمی رسول: په لندن کې د افغانستان سفارت کونسلي خدمتونه دوام لري

په برېتانیا کې د افغانستان سفیر زلمي رسول افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه سفارت له وقفې پرته خپلې ټولې کونسلي چارې پر مخ وړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن وویل، چې د افغانستان ۱۴ سیاسي او کونسلي استازولۍ له دې وزارت سره له همغږۍ پرته په خپل سري توګه اقدام کوي.