ملګري ملتونه: په نړۍ کې د انساني قاچاق له هرو درېیو قربانیانو څخه یو یې ماشوم دی

ملګرو ملتونو سږ کال د انسانانو د قاچاق پر ضد د نړۍوالې ورځې په مناسبت د ماشومانو د قاچاق د پای ته رسولو لپاره د چټک اقدام غوښتنه کړې. دغه سازمان وايي، ماشومان په ټوله نړۍ کې د انساني قاچاقو د قربانیانو یوه مهمه برخه جوړوي او نجونې په نا انډوله توګه ترېنه اغېزمنې کېږي.