• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کرېکټ بورډ: افغان نوولس کلنه ملي لوبډله په درې اړخیزې لوبلړۍ کې ګډون کوي

۱۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۵۶ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د کرېکټ نوولس کلنو ملي لوبډله د پاکستان او متحده عربي اماراتو د نوولس کلنو ملي لوبډلو سره درې اړخیزې لوبلړۍ ترسره کوي. دا لوبلړۍ د روان کال په نومبر میاشت کې پیلیږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د چهار شنبې په ورځ د (زمري ۱۰مه) د پاکستان او متحده عربي اماراتو د نوولس کلنو ملي لوبډلو سره د افغان نوولس کلنو ملي لوبډلې درې اړخیزي لوبلړۍ مهال وېش اعلان کړ.
کرېکټ بورډ وايي، دغه درې اړخیزه لوبلړۍ د روان کال (د نومبر میاشتې په ۱۳مه) نېټه پیلیږي او د همدې میاشتې تر ۲۶مې نیټې به دوام وکړي.
افغان کرېکټ بورډ وايي، یادې سیالۍ د ۲۰۲۴ کال د نوولس کلنو اسیایي جام لپاره د غوره چمتووالي په موخه تر سره کېږي.
په دغو سیالیو کې به درې واړه لوبډلې د هرې لوبډلې په وړاندې دوه، دوه ځلې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د کرېکټ بورډ اداره وايي، افغان نوولس کلنه لوبډله به خپله لومړۍ لوبه (د نومبر میاشتې په ۱۵مه) نېټه د پاکستان د نوولس کلنو لوبډلې پر وړاندې، د همدې میاشتې په ۱۷مه نېټه به دویمه لوبه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې، درېیمه لوبه به (د نومبر په ۱۹مه) یوځل بیا د پاکستان په وړاندې او وروستۍ لوبه به د همدې میاشتې په ۲۱مه نېټه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې تر سره کړي.
د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د یادې درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه به د دوو مخکښو لوبډلو تر منځ (د نومبر میاشتې په ۲۶مه) نېټه ترسره شي.
افغان کرېکټ بورډ تر دې مهاله د یادې درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د لوبډلې نوملړ نه دی خپور کړی.

ډېر لیدل شوي

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده
۱

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۲

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۳

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۴

د مخالفو ډلو له بریدونو وروسته؛ د نورستان لپاره طالب قومندان د اضافي ځواکونو غوښتنه وکړه

۵

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی