• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا دفاع وزیر د ایران بریدونو پر وړاندې له اسراییله پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ

۱۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۳۶ GMT+۱

د امریکا د دفاع وزیر د اسراییل د امنیت او د ایران د ملاتړو ډلو د ګواښونو په وړاندې د ځان د دفاع په حق کې د خپل هېواد پر "اوسپنېزې ژمنې" ټینګار وکړ.

لويډ اسټین د حماس او حزب الله د دوو مهمو څېرو له وژل کېدو وروسته د اسراييل د دفاع له وزير يواو ګالنټ سره په خبرو کې دا موضوع راپورته کړه.
ښاغلي اسټین د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) پر خپلې اېکس پانې لیکلي، چې له ښاغلي ګالنټ سره یې د بیروت په څنډه کې د اسراییل د برید او د لبنان د حزب الله د لوړ پوړي قوماندان او د حسن نصرالله د سلاکار فواد شکر د وژل کېدو په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي په تهران کې د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په اړه څه ونه ویل؛ خو لیکلي یې دي: «ما د اسراییل د امنیت او د ایران له ملاتړه برخمنو ترهګرو ډلو د ګواښونو پر وړاندې د دفاع حق ته په خپله ژمنتیا ټینګار وکړ.»
د امریکا د دفاع وزیر همدارنګه د اسراییل او لبنان ترمنځ د پولې د کړکېچ د له منځه وړلو لپاره د ډیپلوماټیکو حل لارو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، چې د دواړو هېوادونو وګړي خپلو کورونو ته ستانه شي.
د امریکا د دفاع وزیر د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه او د لبنان د حزب الله د پوځي قومندان فواد شکر له وژل کېدو وروسته د اسراییل د امنیت د ملاتړ لپاره د خپل هېواد ژمنه اعلان کړه.
اسراییل د سه شنبې په ورځ د (زمري ۹مه) اعلان وکړ، چې فواد شکر یې د لبنان د پلازمینې بیروت په څنډه کې په یوه هوایي برید کې وژلی دی.
حزب الله د چهارشنبې په ورځ د هغه مړینه تایید کړه.
د فواد شکر له وژل کېدو څو ساعتونه وروسته د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په تهران کې ووژل شو.
حماس وايي، چې د هنیه وژنه د اسراییل کار و؛ خو اسراییل تر اوسه په رسمي ډول د هغه د وژنې مسوولیت نه دی منلی.

د حزب الله او حماس د دغو دوو مهمو کسانو له وژل کېدو وروسته ایران، حماس او حزب الله اعلان کړی چې د هغوی غچ به اخلي.

ډېر لیدل شوي

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی
۱

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۲
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۳
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۴
ځانګړی

سرچینې: د طالبانو د عدلیې وزیر د شمشاد ټلويزیون د ودانۍ د خالي کولو امر کړی

۵

د بشري حقونو فعالان: طالبان له دُرې د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي