د حقاني په مېلمستون کې د ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه نوي رازونه AP ۱۴۰۳ زمری ۱۱ ۱۷:۳۷ GMT+۱
افغانستان انټرنشنل د هغو طالب چارواکو نومونه ترلاسه کړي، چې په کابل کې د القاعدې د پخواني مشر ایمن الظواهري په لیږدولو او پناه ورکولو کې یې لاس درلود.
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
د معلوماتو له مخې؛ ایمن الظواهري د قاري خالد حکمت له خوا چې د کندهار ولایت اوسېدونکی او د طالبانو د استخباراتو د اتمې څانګې مشر و، کابل ته لېږدول شوی و.
د اماراتي الاخبار رسنۍ د راپور له خپرېدو وروسته افغانستان انټرنشنل د القاعدې د مشر د وژل کېدو قضیه تعقیب کړه.
سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې خالد د خپلې کورنۍ د کډه کولو لپاره له کابل څخه کویټې ته تللی و.
په کوټه کې ورته ویل شوي، چې الظواهري ناروغه دی او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
خالد له خپلې کورنۍ پرته له کوېټې حرکت کړی او د باغران لرې پرتې ولسوالۍ ته تللی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ خالد په ۲۰۲۱ کال کې د کابل تر سقوط مخکې د افغانستان په سوېل لوېديځ سيمه کې د القاعدې او طالبانو تر منځ د اړيکو د څانګې مسوول و.
د معلوماتو له مخې؛ په پنجشیر کې د طالبانو اوسنی والي اغا محمد حکیم او د دې ډلې غړي قاري داود افغاني د هغو څو طالب چارواکو په ډله کې وو، چې په کابل کې د ایمن الظواهري له شتون څخه خبر وو.
قاري داود چې د یاسر له خپلوانو څخه دی، د طالبانو یو له مشهورو څېرو څخه دی.
دغو دوو طالب چارواکو کابل ته د القاعدې د مشر له لېږدولو سمدستي وروسته له الظواهري او د هغه له کوربه قاري حکمت سره په پټه کتلي دي.
په کابل کې د ایمن الظواهري کوربه څوک وو؟
ویل کېږي، چې ایمن الظواهري د زړه او پښتورګو د ناروغۍ له امله کابل ته لېږدول شوی و. د القاعدې مشر له پاکستان څخه سوېلي افغانستان او بیا کابل ته انتقال شوی و.
د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو د اتمې استخباراتي څانګې مشر قاري حکمت، الظواهري د کابل په دوو بېلابېلو سیمو کې ساتلی و.
لومړی د القاعدې مشر د طالبانو د استخباراتو په یو خوندي کور کې ساتل شوی و؛ خو په سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې له لیدلو وروسته حکمت پرېکړه وکړه چې د القاعدې مشر د کابل په لویدیځ کې د علاوالدین څلور لارې ته څېرمه یو کور ته انتقال کړي.
د علاوالدین سیمه په کابل کې د پخواني پارلمان پر سړک او د روسیې سفارت ته څېرمه موقعیت لري.
کله چې الظواهري د علاوالدین څلورلارې ته څېرمه اوسېده، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت استخباراتو په پلازمېنه کې د هغه له شتون خبر شو؛ ځکه چې خالد حکمت د هغه کور په څلورو خواوو کې کمرې نصب کړې وې، چې الظواهري پکې اوسېده او دا کار د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت د یو استخباراتي مامور د شک سبب شو.
دوی په نیمه شپه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته په کابل کې د القاعدې د مشر د شتون په اړه خبر ورکړ.
حقاني چې له خوبه راویښ شوی و، حیران او شاک شوی و.
هغه له خپلو وروڼو عزیز حقاني او قاري حمزه حقاني سره اړیکه ونیوله او له هغوی یې وپوښتل چې ایا دوی کابل ته د الظواهري د راوستلو په پلان کې لاس لري؟
کله چې دواړو وروڼو وویل، چې دوی کابل ته د الظواهري له لېږد څخه خبر نه دي، حقاني پرېکړه وکړه چې د القاعدې ناروغ مشر د کابل ډېپلوماټیکه سیمه وزیر اکبر خان ته انتقال کړي.
په نهایت کې متحده ایالاتو د الظواهري ځای وموند او د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱ په یو هوایي برید کې یې د القاعدې مشر وواژه.
د الظواهري په قضیه کې ښکیلې طالب سرچینې وايي، چې د هغه د کور په کوټه او پخلنځي کې ځینې پټې کمرې موندل شوي دي.
د الظواهري تر مرګ وروسته څه وشول؟
د الظواهري له وژل کېدو وروسته اغا محمد حکیم له نورستان ولایت څخه پنجشیر ولایت ته ولېږدول شو.
د طالبانو بل غړی قاري داود افغاني د سراج الدین حقاني د تره خلیل الرحمان حقاني له خوا په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د کډوالو د اتشه په توګه وټاکل شو.
هغه مخکې له سیف العدل سره د اړیکو ساتلو لپاره ایران ته تللی و.
ایراني چارواکو د هغه له معرفي کېدو سره مخالفت وکړ او اجازه یې ورنه کړه چې تهران ته ولاړ شي.
په طالبانو کې دننه سرچینې وايي، چې د الظواهري له وژل کېدو وروسته د دې ډلې ۲۰۰ غړي نیول شوي؛ خو ډېری یې بېرته خوشي شوي دي.
په بندیانو کې قاري حکمت هم و. هغه دوه کاله په زندان کې تېر کړل او په دې وروستیو کې خوشې شو او پاکستان ته ولاړ.
همدا راز محمود شاه حبیبي چې افغان الاصله امریکايي وګړی دی، د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰ ونیول شو.
حبیبي په کابل کې په یو مخابراتي شرکت کې د مشاور په توګه کار کاوه.
طالبانو د حبیبي د نیولو د علت په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ګومان کیږي چې نوموړی د الظواهري د قضیې په تړاو نیول شوی و.
اوس طالبان له امریکا سره د بندیانو د تبادلې په لټه کې دي.
د دوحې په درېیمه ناسته کې د دواړو لورو استازو د بندیانو پر تبادلې خبرې کړې دي.
جورج ګلزمن، محمود شاه حبیبي او راین کاربیټ چې امریکايي وګړي دي، د طالبانو په بند کې دي. طالبان غواړي چې امریکا د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن سکرټر رحیم افغاني چې په ګوانتانامو کې بندي دی، خوشې کړي.
په روغتون کې د القاعدې د مشر د جسد ساتنه
د الظواهري له وژل کېدو وروسته د هغه جسد د کابل ۳۰۰ بستریز روغتون ته ولېږدول شو او په کابل کې د طالبانو امنیه قوماندان حمزه او د حقاني د دفتر مشر زین الله د درېیو ورځو لپاره د القاعدې د مشر د جسد پالنه وکړه.
د معلوماتو له مخې؛ د الظواهري پر کور په برید کې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني یو ځوان زوی هم وژل شوی دی.
د القاعدې مشر په پکتیا کې خاورو ته وسپارل شو
د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته د طالبانو ډېری چارواکي پټ شول.
سراج الدین حقاني دوه اونۍ د خلکو له نظره پناه شو؛ وروسته طالبانو اعلان وکړ چې نوموړی د یو طالب قوماندان د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره د کندهار پنجوايي ته تللی و.
اوس سرچینې وايي، چې حقاني د خپل زوی او ایمن الظواهري د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره پکتیا ته تللی و.
سرچينه وايي، چې د القاعدې مشر د ځدراڼو په شواک سيمه کې ښخ شوی دی.
سراج الدین حقاني د پخواني جهادي مشر جلال الدین حقاني زوی د پکتیا ولایت اوسیدونکی دی. دوی د ځدراڼو په قوم پورې اړه لري چې په عمده توګه د افغانستان په ختیځ کې ژوند کوي.
د القاعدې نور چارواکي چې له الظواهري سره ملګري وو
له پاکستان څخه د افغانستان سیوېلي سیمو او بیا کابل ته د القاعدې مشر الظواهري سره په پټ سفر کې حمزه الغامدي چې د القاعدې یو جګپوړی غړی و، ملګری و.
هغه د افغانستان په سوېل او ختیځ او د پاکستان په قبایلي سیمو کې د القاعدې مرکزونه کنټرولول.
نوموړی وروستی ځل د پاکستان په شمالي وزیرستان کې لیدل شوی و.
الغامدي په پښتو خبرې کوي. د روان کال په جون میاشت کې امریکا د الغامدي نوم د ترهگرۍ په تور لیست کې شامل کړ او د هغه د نیولو په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره یې پنځه میلیونه ډالره جایزه ټاکلې وه.
طالبانو په کابل کې د الظواهري شتون او وژل کېدل رد کړل
په کابل کې د ایمن الظواهري وژنه د طالبانو لپاره دردونکې او د شرم وړ وه؛ ځکه چې طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فېبرورۍ په ۲۹ د دوحې په تړون کې ژمنه کړې وه، چې په افغانستان کې به القاعده او نورو ترهګرو ډلو ته پناه نه ورکوي؛ خو په افغانستان کې د دغې ډلې د بېرته واک ته له رسېدو څه کم یو کال وروسته، د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو شکمن او د لومړۍ درجې تروریست چې امریکا یې په لټه کې وه، د کابل په زړه کې وموندل شو.
طالبان د الظواهري په وژل کېدو سخت خواشیني شوي وو، ځکه دوی اندېښمن وو، چې امریکایان به بیا هوايي بریدونه وکړي او غچ به واخلي. له همدې امله طالب چارواکو په کابل کې د الظواهري شتون او مرګ رد کړ.
طالبان اندېښمن وو، چې القاعده به د الظواهري مړینه تایید کړي او د خپل نوي مشر نوم به اعلان کړي.
له همدې کبله دوی په ایران کې سیف العدل ته یو پیغام واستاوه او له هغوی یې وغوښتل چې د الظواهري مړینه دې نه تاییدوي او د هغه د ځای ناستي اعلان دې وځڼډوي.
طالبانو په خپل پیغام کې د دواړو ډلو ترمنځ د تاریخي اړیکو خبره کړې او د جګړې پر مهال یې د القاعدې د پوځي او مالي ملاتړ ستاینه کړې وه.
خو طالبانو په خپل پیغام کې څرګنده کړې وه، چې په افغانستان کې د القاعدې شبکې د مشر اسامه بن لادن شتون په ۲۰۰۱ کال کې د دوی د رژیم د سقوط لامل شو او اوس دغه ډله حاضره نه ده چې د الظواهري د شتون له امله د امارت د ماتېدو او سقوط شاهده شي.
د دغه پیغام په ځواب کې سیف العدل وویل، چې دی د طالبانو په دریځ پوره پوهیږي او د الظواهري هیله دا وه چې همداسې "شهید" شي.
طالب چارواکي لا هم د الظواهري د وژل کېدو په اړه چوپه خوله دي.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له خونړیو بریدونو وروسته امریکا له طالبانو وغوښتل، چې د القاعدې مشر ورته تسلیم کړي؛ خو طالبانو په افغانستان کې د واک او حاکمیت له لاسه ورکولو په بدل کې امریکا ته د القاعدې د مشر له سپارلو ډډه وکړه.
له هغه وروسته امریکا پر افغانستان د یرغل او د طالبانو د رژیم د نسکورولو پرېکړه وکړه.
د سپټمبر د یوولسمې په بریدونو کې لږ تر لږه درې زره کسان ووژل شول چې القاعدې یې مسوولیت پر غاړه اخیستی و.
دغه سفارت افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له طالبانو سره همکارۍ ته دوام ورکوي او تر اوسه له دغې ډلې سره د «بیعت» لپاره کومه غوښتنه یا اقدام نه دی شوی.
دغه سفارت ویلي، چې له هېواد سره د اړیکو د ترینګلتیا په حال کې هم د کونسلګرۍ همکاري دوام لري او سفارت مکلف دی، چې د اسنادو د تصویب په ګډون په بېلابېلو مواردو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له کونسلګرۍ سره همغږي ولري.
په بلغاریا کې د افغانستان سفارت ټینګار وکړ: «د بلغاریا په ګډون په ټوله نړۍ کې د افغانستان سیاسي او کونسلګري نمایندګۍ مکلفیت لري، چې د بهرنیو چارو له وزارت سره همکاري ولري تر هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړي.»
همدا زار، دغه سفارت افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د هویت تثبیت، د واده د سندونو او نورو اسنادو په ګډون ډېری کونسلګرۍ خدمات د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له تایید پرته رسميت نه لري.
په صوفیا کې د افغانستان سفارت ټینګار کړی، چې ټول عواید د حکومت له مالي او اداري مقرراتو سره سم په منظم ډول حکومتي حساب کې ثبتوي.
دغه سفارت په صوفیه کې د ۱۸ افغان کډوالو د وژل کېدو په پیښه کې له طالبانو سره خپلې همکارۍ ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې په درېیو میاشتو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ د قربانیانو د هویت اسناد تایید او کابل ته یې د جسدونو په انتقال کې لارم اقدمات ترسره کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې په اروپا کې د افغانستان د لږ تر لږه ۱۴ سیاسي او کونسلګرۍ نمایندګیو پر کړنو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د دغو نمایندګیو کونسلګري خدمات نه مني.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې په اروپايي هېوادونو، کاناډا او استرالیا کې د افغانستان د ۱۴سیاسي نمایندګیو او کونسلګرۍ ماموریتونو کونسلي خدمات د اعتبار وړ نه دي؛ ځکه دوی له دغه وزارت سره له همغږۍ او تعامل ډډه کړې ده.
د تاجکستان، برېتانیا او بلجیم په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان یو شمېر کونسلګرۍ ماموریتونو د طالبانو د دې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی دی.
خو طالبانو په بلغاریا، هالنډ، هسپانیه، چک جمهوریت او د جرمني په مونیخ کې د افغانستان نمایندګۍ له دغې ډلې سره د همکارو نمایندګیو په توګه یاد کړي دي.
طالبانو په اروپا کې له مېشتو افغانانو غوښتي چې دغو کونسلګریو ته دې مراجعه وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویلي، چې د امنیت شورا تایید کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک جنګیالي په افغانستان کې روزل کیږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غوڼډې ته وویل، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي چې پاکستاني طالبانو تحریک د سیمې لپاره یو نوی ګواښ بلل کېدی شي او د نورو د سیمه ییزو ترهګرو ډلو لپاره د چترۍ په توګه کار کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې یو ځل بیا له افغان طالبانو وغوښتل چې د پاکستان طالبانو تحریک د په ګډون د تروریستي ډلو پر ضد سمدستي، اغېزمن او قوي اقدامات ترسره وکړي.
زهرا بلوچ ټینګار وکړ، چې افغان طالبان باید دا یقیني کړي چې د دغه هېواد خاوره د پاکستان پر ضد د تروریستي فعالیتونو لپاره نه کارول کیږي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور له مخې؛ پاکستان په تېرو څو میاشتو کې د څه باندې ۸۰۰ ترهګرو بریدونو شاهد دی.
دغه سازمان زیاتوي، چې له افغانستان څخه د ترهګرو ګواښونو د ملګرو ملتونو د یوشمېر غړو هېوادونو اندېښنې زیاتې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي، چې د پاکستاني طالبانو او افغان طالبانو ملاتړ او همکاري د جنګیالیو د شریکولو او روزنیزو کمپونو په برخه کې زیاته شوې ده.
تر دې مخکې پاکستان په وار وار افغان طالبانو په افغانستان کې پاکستاني طالبانو تحریک غړو ته د پټنځایونو په برابرولو تورن کړي دي، هغه تورونه چې افغان طالبانو رد کړي دي.
په خبرپاڼه کې بیا د تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
طالبانو په بیا واکمنېدو سره ګام په ګام په دورو د تورنو وهلو ته مخه کړې او د وخت په تېرېدو سره دغه سزا په بېلابېلو ولایتونو کې ډېرېږي.
دوه ورځې وړاندې یوناما د خپل درې میاشتیني راپور په خپرولو سره وویل، چې طالبانو په دغه موده کې د ۲۸ ښځو په ګډون ۱۴۷ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي. یوناما د طالبانو له خوا په عام محضر کې د خلکو د بدني سزا د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وایي، لا هم په افغانستان کې بشري حقونه بشپړ نه دي تامین شوي. خو طالبانو بیا په ځلونو د نړیوالو ادارو په ځانګړې توګه د یوناما د راپورونو ته په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نارینهوو ټول شرعي حقونه تامین شوي.
دغه خبري اژانس ویلي، چې د طالبانو د استخباراتو یو غړي ظواهري تر کابله رسولی و او لږ تر لږه د استخباراتو ادارې درې تنه له دغې موضوع خبر شوي ول. د دغه راپور پر بنسټ، ظواهري څو اونۍ د کابل په دوو بېلابېلو سیمو کې پاتې شوی و.
لومړی ځای یې یو پټه سیمه وه، چې د طالبانو د استخباراتو سره اړونده سیمه وه.
له هغې وروسته چې د هغې سیمې د پاسه بې پیلوټه الوتکې ولیدل شوې، هغه د علاوالدین سیمې ته ولېږدول شو. د الان اخبار لیکلي، کله چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په کابل کې د القاعده شبکې له مشره خبر شو، هغه یې [د شېرپور] په سیمه کې یوې دوه پوړیزه ودانۍ ته بوت؛ خو امریکایانو د هغه استوګنځای مالوم او (د جولای په ۳۱مه) یې هغه هملته وواژه. د الان خپرونې د خپلو سرچېنو له قوله لیکلي، چې د ظواهري مړی د پکتیا ولایت ډ یوې لرې ولسوالۍ د «نېکه» په نامه سیمه کې ښح کړل شوی دی. په کابل کې د ظواهري اوسېدل د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې څخه سرغړونه وه، له همدې امله د هغه د حضور او مرګ په اړه طالبانو انکار کړی و. امریکایانو د کابل په شېرپور سیمه کې د هغه پر استوګنځای هل فایر توغندی وتوغاوه او هغه یې وواژه. کله چې امریکایانو د الظواهري پر استوګنځای پر شېرپور کې د سراج الدین حقاني کور ته نږدې برید وکړ، لومړی طالبانو د هغه د اوسېدو او د هغه له مرګه انکار وکړ؛ خو وروسته یې بیا وویل چې هغوی به په دې اړه څېړنې کوي. دغې ډلې تر اوسه د القاعده شبکې د پخواني مشر د حضور مړینې او د هغه د ښځېدو د ځای ځایګي په اړه په ښکاره ډول څه نه دي ویلي. خو د دې ټولو سره، سره طالبانو د ظواهري د اسوګنځای د افشا کېدو وروسته شاوخوا ۲۰۰ تنه ونیول چې بیا وروسته یې ډېر هغه کسان خوشې هم کړل. د نیول شویو کسانو په ډله کې د طالبانو د استخباراتو هغه کس هم و، چې د القاعده ډلې مشر یې تر کابله رسولی و. الان اژانس هغه د «نعمان» په مستعار نوم یاد کړی دی، چې له دوه کاله بند وروسته بیا خوشې شو او پاکستان ته ولاړ. د الان اخبار د راپور له مخې، طالبانو د دې لپاره چې د الظواهري مړینه پټه پاتې شي، د هغه ځای ناستي سیف العدل ته یې ایران ته لیک واستوه او له هغه یې وغوښتل چې د ظواهري مړینه او د هغه پر ځای خپله ځای ناستي اعلان کړي. طالبانو سیف العدل ته په استول شوي پیغام کې لیکلي و، چې طالبانو یو ځل په ۲۰۰۱ کال کې د اسامه بن لادن د ملاتړ له امله واک له لاسه ورکړ؛ اوس بیا دې ته چمتو نه دي، چې د الظواهري د حضور له امله لاس ته راغلی واک بېرته له لاسه ورکړي. د دغه راپور له مخې، کابل ته د القاعده شبکې د مشر د سفر دلیل د هغه درملنه په یوه پرمختللي روغتون کې وه، ځکه هغه د زړه، پختورګو او پوستکي په ناروغیو اخته شوی و.
د اسلام اباد په بي ۱۷ ښارګوټي کې افغان کډوال وايي، دغلته په اونۍ کې یو ځلې پولیس ځواکونه راځي او په ګڼ شمېر کې افغان کډوال نیسي چې ځینې یې د پیسو په بدل کې بېرته خوشې کېږي او ځیني یې بیا تر ډېرې مودې په زندانونو کې بې برخلیکه پراته وي. د بي ۱۷ ښارګوټي یوه اوسېدونکې افغانه کډواله فخریه وايي، چې د نوموړې زلمی زوی یې چې د کور سرپرستي هم ورتر غاړې وه پولیسو نن سهار وړی او تر اوسه یې د ځای ځایګي مالومات نه لري چې د پولیسو په کومه تاڼه کې پروت دی. نوموړې وايي، دغه زلمی زوی یې یواځینی د کور نارینه دی او بل داسې څوک نه لري چې د دوی لاس پرې سپک شي.
د مېرمن فخریې په وینا، د زوی له ویزې یې یوازې یوه اونۍ تېره شوې او د نوې ویزې لپاره یې غوښتنلیک هم سپارلی دی؛ خو تر اوسه یې نوې ویزه نه ده تر لاسه کړې، په دې کې خو زموږ ګناه نه ده چې حکومت ته غوښتنلیکونه لېږو او هغوی زموږ د ویزو موده نه غځوي. په همدغه ښارګوټي کې افغان کډوال عبدالعزیز وايي، چې د هغه دوه وروڼه یې نن سهار بېولي دي.
هغه وايي، د ده د وروڼو امریکا ته د تګ ټولې چارې بشپړې شوې، دوه ځلې یې مرکې (انټریو) ګانې هم ورکړې او روغتیايي معاینات یې هم بشپړ شوي دي؛ خو اوس پولیسو نیولي او له ځانه سره یې بېولي دي. نوموړی وايي، که چېرته د ده وروڼه بېرته افغانستان ته واړول شي، د هغوی ټول برخلیک به ورسره ناڅرګند پاتې شي.
هغه په دې برخه کې د امریکا او نورو هېوادونو له استازولیو غواړي هغه کسان چې له دوی سره یې د کډوالۍ چارې بشپړې شوې، باید داسې سندونه هغوی ته ورکړل شي چې له پولیس یا نورې ادارې یې و نه ځوروي. په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر میوند عالمي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تر دې مهاله د اسلام اباد پولیسو د بي ۱۷ ښارګوټي څخه لږ تر لږه شل تنه افغان کډوال د ترنول او سنجاڼۍ تاڼو ته وړي او دوی هڅه کوي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کمیشنرۍ په منځګړیتوب هغوی بېرته راخوشې کړي. ښاغلي عالمي له مهاجر منونکو هېوادونو غوښتنه وکړه، چې د کډوالو د لېږد چارې دې ګړندۍ کړي او هغو کډوالو ته چې د غوښتنلیکونو بهیر یې د بشپړېدو په حال کې دی باید داسې اسناد او مدارک ورکړل شي چې د دغه شان برخلیک سره مخامخ نه شي.
هغه وايي، دوی دلته د ټولو افغان کډوالو مسولیت ته غاړه اېښې او هره پلا چې پولیس د دوی د کورنیو غړي بیايي؛ نو د هغوی مېرمنې او ماشومان دوی ته ورځي او ویر ژړا یې پر دوی وي. خو د ا نه لومړی ځل دی او نه هم ښايي وروستی ځل شي، چې په اسلام اباد کې پولیس افغان کډوال نیسي او بندیانوي یې.
تر دې وړاندې هم ډېر افغانان نیول شوي، ځینې یې بېرته خوشې شوي، یو شمېر یې لا هم بندیان دي او داسې کسان هم شته چې له تورخمه اړول شوي او په لویدیځو هېوادونو کې د هغوی د کډوالۍ بهیر نیمګړی پاتې شوی. خو له لویه سره وېره دا ده، چې په دغو کډوالو کې د داسې کسانو شمېر هم کم نه دی که هغوی په زور او جبر ستنول کېږي؛ نو د طالبانو له خوا د هغوی پر وړاندې شته ګواښونه هغه څه دي، چې د دوی ژوند د مرګ سره مخامخولای شي. د بشري حقونو یو شمېر فعالان له پاکستاني چارواکو او نړۍوالې ټولنې په کلکه غوښتنه کوي، چې د دغه شان جبري ستنولو مخه ونیسي او په لوی لاس دغه کډوال د مرګ خولې ته ورنکړي.