نیویارک ټایمز: خامنه‌اي سپارښتنه کړې، چې پر اسراییل دې نېغ په نېغه برید وشي

نیویارک‌ ټایمز ورځپاڼې د درېیو ایراني چارواکو له قوله لیکلي، چې علي خامنه اي سپارښتنه کړې، د اسماعیل هنیه د وژلو په غچ کې دې د اسراییل پر پوځي موخو نېغ په نېغه بریدونه وشي.