• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بامیان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷ کسانو ته مرګژوبله واوښته

۱۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۴۵ GMT+۱

د بامیان ولایت په شیبر ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د یاد ولایت د والي د ویاند له قوله ویلي، چې په دې پېښه کې پنځه کسان مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.

صبوران فرزان سیغاني زیاته کړې ده، چې دا پېښه تر هغه وروسته د شیبر ولسوالۍ په پایموري سیمه کې شوې ده، چې یو کرولا موټر له یو باروړونکي موټر سره ټکر وکړ.
د نوموړي په خبره، دا پېښه نن له غرمې مخکې شوې او د یو ټپي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
ددې پېښې لامل د کرولا موټر بې احتیاطي بلل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کاپیسا ولایت په اله سای ولسوالۍ کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان شوي وو.
د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د ترافیکي نښو نه شتون او د ترافیکي اصولو په پام کې نه نیول د خونړیو ترافیکو پېښو لاملونه بلل کیږي.
څه موده وړاندې د طالبانو د ترافیکو عمومي ریاست ویلي وو، چې هرات، غزني او پکتیکا هغه ولایتونه دي، چې سږکال پکې ډېرې ترافیکي پېښې شوې دي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۴

سي‌بي‌اېس په ایران کې د امریکا د اېف ۱۵ الوتکې د پرېوتو نوي جزییات خپاره کړل

۵

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل