په خېبر پښتونخوا کې د بارانونو له امله ۲۴ کسان مړه شوي دي

په خیبرپښتونخوا کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې وویل، د جولای له ۲۹مې څخه تر پنجشنبې پورې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د بارانونو له امله ۲۴ کسان مړه شوي او ۱۷ نور ژوبل دي.