• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل د غزې د اوربند په اړه د خبرو لپاره قاهرې ته پلاوی استوي

۱۳ زمری ۱۴۰۳ - ۳ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۰۴ GMT+۱

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر د جمعې په ورځ وویل، چې یو اسراییلي پلاوی به په راتلونکو ورځو کې د غزې د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په اړه د خبرو اترو لپاره قاهرې ته سفر وکړي.

د هغه دفتر وویل:« د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره مذاکره کوونکې ډله به د شنبې په شپه یا د یکشنبې په ورځ قاهرې ته لاړه شي.»
بلخوا د حماس یوه جګپوړي چارواکي سامي ابو زهري رویټرز خبري اژانس ته ویلي:« نتنیاهو نه غواړي، چې جګړه ودروي او د خپلو جنایتونو د پټولو او له پایلو څخه د تېښتې لپاره هسې تشې څرګندونې کاروي.»
دغه څرګندونې وروسته له هغه رابرسېره کېږي، چې همدا وړمه ورځ د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي و، چې د اسماعیل هنیه وژل به په غزه کې د اوربند خبرې زیانمنې کړي.
هغه خبریالانو سره په خبرو کې ویلي و، چې په منځني ختیځ کې د زیاتېدونکي کړکېچ په اړه سخت اندېښمن دی.
د امریکا ولسمشر وویل، چې د اسراییل له لومړي وزیر سره یې مستقیمې خبرې وکړې او له نتنیاهو یې وغوښتل چې د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو او په غزه کې د اوربند د هوکړې لپاره دې خبرې پیل کړي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۳
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۴

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي