• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلوچستان کې د پولیو دوه نوې مثبتې پېښې ثبت شوې

۱۳ زمری ۱۴۰۳ - ۳ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۰۲ GMT+۱

د بلوچستان په دوو جلا، جلا ولسوالیو کې تازه د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبتې شوې، چې له دې سره په روان کال کې په پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۱۱ ته لوړ شو. دغه تازه دوه پېښې په درې کلن او یو نیم کلن ماشوم کې لېدل شوې دي.

د پولیو لپاره د پاکستان د لومړي وزیر استازې عایشه رضا فاروق ویلي، چې په بلوچستان کې د پولیو د خورېدو له امله تر اوسه د دغې صوبې په بېلابېلو شپږو ولسوالیو کې نهه ماشومان پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.
سږکال پاکستان کې د پولیو ۱۱ پېښې ثبتې شوې او د ۵۷ سیمو په چاپېریالي نمونو کې هم د پولیو د شته‌والي پخلی شوی دی.
هغې وویل، د دغې ناروغۍ د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه لار د پولیو واکسین د څو څاڅکو اخیستل دي.
په همدې حال کې په پاکستان کې د پوليو د له منځه وړلو د ملي بېړنيو عملياتو د مرکز همغږي کوونکي محمد انور الحق وويل، حکومت سږ کال د پوليو ضد شپږ کمپاينونه ترسره کړي دي.
هغه وويل:« د دې ناروغۍ څخه د ماشومانو د ساتنې لپاره بېلابېلې تګلارې هم په پام کې نيول شوې دي.»
پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم ماشومان پکې په ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ اخته کېږي.

د دغې ناروغۍ لامل هم تر ډېره د پولیو پر ضد د یو شمېر ډلو او کړیو منفي تبلیغات دي، چې تر اوسه د دغې ناروغۍ ویروس په دغو دواړو هېوادونو کې لیدل کېږي.
تر دې وړاندې د روان کال د پولیو نهمه پېښه هم د بلوچستان له ژوب څخه راپور شوې وه.

ډېر لیدل شوي

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي
۱

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟

۳

طالبانو یو وار بیا په هرات کې یوشمېر ښځې او نجونې نیولې دي

۴

له افغانستان سره د سوداګرۍ بندښټ؛ د خیبر پښتونخوا صنعت او سوداګري له جدي ګواښ سره مخ ده

۵

طالبانو د حسیب پنجشېري مړی د هغه کورنۍ ته وسپاره