• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فاریاب - جوزجان پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله ۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

۱۳ زمری ۱۴۰۳ - ۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۰۰ GMT+۱

د فاریاب - جوزجان په لویه لار د خان چارباغ په ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو په ګډون ۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. د فاریاب ولایت سیمه ییزو چارواکو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په دې پېښه د درېو ښځو په ګډون ۹ کسان وژل شوي او د یوې ښځې په ګډون درې نور ټپيان دي.

د مسوولانو په وینا، پېښه نن له غرمې مخکې هغه مهال وشوه، چې یو سراچه موټر له کرولا ډوله موټر سره ټکر وکړ.
د راپورونو له مخې، د پېښې ټپيان د اندخوی ولسوالۍ سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو ورځو کې بیا په کاپیسا او بامیان ولایتونو کې هم د جلا جلا ترافیکو پېښو له امله پنځلسو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
که څه هم طالبانو په وار وار له موټر چلوونکو غوښتي، چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره ترافیکي قوانین په پام کې ونیسي، خو په لویو لارو کې موټر چلوونکي بیا د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي نښو نه شتون او د یو شمېر موټر چلوونکو له خوا د ترافیکي اصولو نه په پام کې نیول د خونړیو پېښو لاملونه بولي.

ډېر لیدل شوي

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی
۱

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۲
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۳

د بشري حقونو فعالان: طالبان له دُرې د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي

۴

افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي

۵

څېړنه؛ د طالبانو د بندیزونو سربېره افغان نجونو لاهم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی