• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کانونو وزارت په فاریاب ولایت کې د مالګې کان د را ایستلو چارې پیل کړې

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۲۴ GMT+۱

د طالبانو کانونو وزارت وياند وايي، د «ابوسعيد» په نوم يوه کورني شرکت د شنبې په ورځ د فارياب ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د مالګې کان په را ایستلو پيل وکړ. طالبانو ویلي، چې دغه شرکت د مالګې کان د ایستلو په برخه کې له ۲۴ میلیونو ډالرو زیاته پانګونه کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د خبر له مخې: د فارياب د مالګې کان چې ١٤ کيلومتره مربع جوړښت لري، د هېواد له سترو کانونو څخه ګڼل کيږي.

د ابوسعید شرکت ژمنه کړې چې د دغه کان د ایستلو او ګټې اخیستنې لپاره به پرمختللې ټکنالوژي او نړیوال معیارونه کاروي.

طالبان وايي چې د دغه کان په ایستلو سره به میلیونونه ډالر عواید ترلاسه کړي.

طالبانو په افغانستان کې د اقتصادي ناورین او شخصي ګټو له امله په کانونو پام ورټول کړی دی.

په تېره چنګاښ میاشت کې، افغان ویټنس راپور ورکړ چې طالبانو له درېیو کلونو څخه په کمه موده کې له ۱۵۰ شرکتونو سره د ۲۰۰ کانونو د کیندنې قراردادونه لاسلیک کړي.

د راپورونو او اټکلونو له مخې د افغانستان د ځمکې لاندې زیرمو ارزښت نږدې یو ټریلیون ډالره اټکل شوی دی.

ورته مهال د دغه کال په پیل کې، فارن پالیسي راپور ورکړ چې په القاعدې پورې تړلې ۱۴ ډلې د طالبانو د کانونو له عوایدو څخه ګټه پورته کوي.

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
روغتیا او ژوند

روغتیايي مرکزونه کې د درملو کمښت؛ د افغانستان په سویل کې ناروغان له سخت کړاو سره مخ دي

۳
ځانګړی راپور

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي

۴
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۵

د روسیې په مشرۍ پوځي تمرین؛ له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د وسله‌والو د احتمالي نفوذ مخنیوی