• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له امریکا، برېتانیا او یو شمېر اروپايي هېوادونو غوښتي چې کابل کې سفارتونه پرانیزي

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال داسې مهال د امریکا، برېتانیا او اسټرالیا په ګډون له یو شمېر اروپايي هېوادونو په کابل کې د سفارتونو د خلاصېدو غوښتنه کړې، چې تېره اوونۍ دغې ډلې په ۱۴ اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د سیاسي استازولیو فعالیتونه بې اعتباره اعلان کړل.

خو په اروپايي هیوادونو کې د افغانستان مخکیني حکومت ځینو سفیرانو چې لا هم د سفارت واګې په لاس کې لري، د طالبانو دا اعلان له پامه وغورځاوه او چارې یې له کوربه هیوادونو سره په همغږۍ مخته روانې دي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ د دغې ډلې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دوحه کې د امریکا، برېتانیا، کاناډا، ایټالیا، فرانسې، سوېلي کوریا، اسټرالیا او جرمني د سفارتونو له سرپرستانو او ډيپلوماټانو سره لیدلي.

حمدالله فطرت وايي، په دغه لیدنه کې مولوي عبدالکبیر د یادو هېوادونو له استازو سره د دوه اړخیزو اړیکو، امنیت او بشري همکاریو په اړه خبرې اترې کړې.

د طالبانو دغه ویاند وايي، د دغې ډلې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د امریکا، برېتانیا، اسټرالیا او اورپايي هېوادونو له سفیرانو غوښتي چې په کابل کې خپلې سیاسي استازولئ فعالې کړي.

مولوي کبیر په داسې حال کې له یادو هېوادونو څخه په افغانستان کې د سفارتونو د پرانیسو غوښتنه کوي، چې د نږدې درې کلو په تېریدو هیڅ هېواد نه دی چمتو شوی چې د دغې ډلې حکومت په رسمیت وپيژني.

تر دې مهاله د یادو هېوادونو استازو د دغه طالب چارواکي سره د لیدنې په اړه څه نه دې ویلي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ګڼو هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه وتړل او د افغانستان اړوند چارې له قطره څاري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کاناډا او استرالیا په ګډون په ۱۴ اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د سیاسي استازولیو فعالیت خپلسری او بې اعتباره اعلان کړل.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

راپور: طالبان د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو د وړتیا د پراخولو هڅه کوي

۴

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

۵

د طالبانو له برید څخه تر اېورسټ څوکې؛ د یوې افغانې ښځې د بقا او بریا کیسه