محمود عباس: د حماس د مشر وژنه د غزې د جګړې د اوږدولو په موخه شوې ده

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د فلسطین ولسمشر محمود عباس د سه شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، د حماس د مشر اسماعیل هنیه وژنه د غزې د شخړې د اوږدولو په موخه وه. هغه زیاته کړې، چې هغه به په مسکو کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د دغه کړکېچ په اړه خبرې وکړي.