په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې ۴۰ فلسطینیان وژل شوي او ۷۱ نور ټپیان دي

د الجزیرې د راپور له مخې، په غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې ۴۰ تنه وژل شوي او ۷۱ نور ټپیان دي. په همدې حال کې اسراییل د شاوخوا ۹۰ نامعلومو فلسطینیانو جسدونه چې د دوی د پوځ لهخوا نیول شوي وو، له څو میاشتو وروسته بېرته راګرځولي دي.