• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان: پر ټرمپ د برید تورن کس اصف مرچنټ د قضيې په اړه نورو جزیياتو ته په تمه یو

۱۷ زمری ۱۴۰۳ - ۷ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۳۱ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په متحده ایالاتو کې د پاکستاني وګړي اصف مرچنټ د نیول کېدو او تورنېدو په اړه خپل بیان خپور کړی دی.

په امريکا کې د پاکستاني وګړي اصف مرچنټ د نيول کېدو په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ ويلي، چې د اصف مرچنټ په اړه يې د رسنيو راپورونه ليدلي او په دې اړه له امريکايي چارواکو سره په تماس کې ده.
هغې وويل، چې د اصف مرچنټ د قضيې په اړه نورو جزياتو ته په تمه دي.
ممتاز زهرا بلوڅ وویل، چې امریکايي چارواکو ورته ویلي چې د موضوع په اړه پلټنې روانې دي.
د هغې په وینا:« موږ غواړو د رسمي ځواب ورکولو دمخه د اصف مرچنټ د تېرو معلوماتو تصدیق وکړو.»
اغلې بلوڅ وړاندې وایي، باید وویل شي چې یو پاکستانی وګړی په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ او نورو سیاستوالو د وژلو د احتمالي دسیسې په تور نیول شوی دی.
د امريکا د عدليې وزارت تور پوری کړى، چې ٤٦ کلن پاکستاني وګړي اصف مرچنټ د ايران له حکومت سره اړيکې لرلې.
د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، اصف مرچنټ ویلي چې پاکستانی وګړی دی او په پاکستان کې ژوند کوي.
هغه دا هم ویلي، چې په پاکستان او ایران کې مېرمنې او ماشومان لري.
د امریکا د څارنوالۍ په وینا، اصف مرچنټ (د جولای په ۱۲مه) په داسې حال کې نیول شوی چې له امریکا څخه د وتلو په تکل کې و.

ډېر لیدل شوي

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده
۱

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۲

فضل احمد معنوي: طالبان له «لاسپوڅې ډلې» په مخالف او غچ اخیستونکي «واکمن قوت» بدل شوي

۳

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۴

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۵

ایران افغانستان د خپل «دفاعي کمربند» یوه برخه وباله