• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ پر لوبغاړي احسان جنت د فساد له امله پنځه کلن بندیز ولګاوه

۱۷ زمری ۱۴۰۳ - ۷ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۵۳ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ د چهار شنبې په ورځ د (زمري ۱۷مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې احسان جنت د کابل پریمیر لیګ دویم پړاو سیالیو کې د لوبو فساد ضد نړۍوال قانون له اصولو څخه د سرغړونې او فساد له امله د پنځه کالو لپاره له هر ډول کرېکټ څخه منعه کړای شو.

د کرېکټ بورډ په اعلامیه کې ویل شوي، چې ښاغلي جنت د کابل پریمیر لیګ د دویم پړاو سیالیو پرمهال فساد کړی دی.
کرېکټ بورډ ویلي، د لوبو د فساد ضد نړۍوال قانون د دویمې مادې، د لومړۍ فقرې د لومړي جز پر بنسټ، کوم لوبغاړی چې د فساد، جوړجاړي او ورته نورو مواردو کې ښکېلېږي؛ نو له پنځه کالو تر عمري لوبیز بندیز سره مخامخ کېدای شي.
د اعلامیې د معلوماتو له مخې، د احسان جنت سرغړونو او حالاتو ته په کتو د کرېکټ بورډ له لوري نوموړي ته پنځه کلن لوبیز بندیز په پام کې نیول شوی.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې ښاغلي جنت په فساد کې خپله ښکېلتیا منلې ده.
کرېکټ بورډ وايي، چې په لوبیز فساد کې د ښکېلتیا له امله پر درېیو نورو لوبغاړو هم شکونه شته او په اړه یې څیړنې روانې دي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ دغه پرېکړه د کرېکټ ډېرو مینه‌والو ستایلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې څو کاله وړاندې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړی شفیق الله شفق هم د لوبیز فساد له امله له بندیز سره مخامخ شوی و.

ډېر لیدل شوي

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو
۱

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو

۲
معلومات او ټېکنالوژي

د ایفون ۱۸ماډلونه؛ اپل د پاسپورټ په څېر خپل لومړنی تاوېدنکی ایفون هم معرفي کړ

۳

هرات کې د یوه ځوان وژنه؛‌د طالبانو د امنیت امر وايي هر ږیره‌ور او لونګۍ والا طالب ‌نه‌دی

۴

فرمان یوسفزی رانا ثناالله ته؛ د بل کور ته د ډبرو غورځوونکي باید د ګلونو تمه ونه لري

۵

په مانیښ کانال کې د پناه‌غوښتونکو د مرګ په تړاو افغان تورن کسان محاکمه کېږي