• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: پر افغانستان لګول شوي بندیزونه د حل لاره نه ده او ډېر زیان یې عامو خلکو ته رسېږي

۱۸ زمری ۱۴۰۳ - ۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس مولوي ذاکر وایي، چې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه د حل لاره نه ده او ډېر زیان یې عامو خلکو ته رسېږي. نوموړي دا خبرې نن د افغانستان لپاره د برېتانیا سفارت له شارژدافیر رابرټ ډېکسن سره وکړې.

ښاغلي ذاکر په دې کتنه کې زیاته کړه، چې یاده ډله هڅه کوي څو د سیمې او نړۍ په کچه د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې له ټولو اړخونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري.
له دې سره؛ ښاغلي ډېکسن بیا په ټینګار سره ویلي، چې لندن هڅه کوي تر څو له افغانستان سره د دوحې په درېیمه ناسته کې د همکارو بنسټونو او ښکېلو اړخونو له لوري شوې ژمنې عملي شي.
د دوحې په درېیمه ناسته کې طالبانو له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې پر یادې ډلې شته بندیزونه لېرې کړي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د نړۍ په کچه افغانان د اقلیمي بدلون له امله له ګڼو زیانونو سره مخ دي او له افغانستان سره یې په دې برخه کې د برېتانیا د تخنیکي او بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د پلاوي مشرې د دوحې له درېیمې ناستې وروسته ویلي و، چې په دې ناسته کې پر طالبانو د شته بندیزونو په اړه خبرې وشوې، خو په اړه یې کومه پرېکړه نه ده شوې.
نوموړې زیاته کړې وه، چې د دوحې په ناسته کې پر طالبانو د بندیزونو د لرې کولو په اړه هوکړه نه ده شوې، ځکه د هغې په خبره د بندیزونو لرې کول د ملګرو ملتونو صلاحیت نه دی، بلکې هېوادونه به یې په اړه پرېکړه کوي.
طالب چارواکو په ځلونو ادعا کړې ده، چې د افغانستان د اوسني ناسم اقتصادي وضعیت یوازینی علت پر دې ډلې نړۍوال بندیزونه دي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۳
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۴

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي