د هواپوهنې اداره:د هیواد په اوو ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

د طالبانو تر واک لاندې د هواپوهنې ادارې نن پنجشنبه د (زمري ۱۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د افغانستان په اوو ولایتونو کې د چټکو بارانونو، سېلابونو راوتلو، سیلیو او دوړو اټکل شوی. دغې ادارې، د جمعې او شنبې په ورځ (زمري ۱۹-۲۰مه) د ورښتونو او چټک توپان اټکل کړی.