تهران کې د طالبانو سفارت: د ایراني پولیس له خوا د افغان کډوال د شکنجې موضوع تعقیبوو

طالب ډیپلوماټانو په تهران کې له افغان کډوال سید مهدي سره چې په دې وروستیو کې د ایران د پولیس له خوا سخت شکنجه شوی و، کتلي دي.

طالب ډیپلوماټانو په تهران کې له افغان کډوال سید مهدي سره چې په دې وروستیو کې د ایران د پولیس له خوا سخت شکنجه شوی و، کتلي دي.
طالب چارواکو ژمنه وکړه، چې دا موضوع به په تهران کې د افغانستان سفارت له لارې په اصولي او قانوني ډول تعقیب کړي.
د سید مهدي کورنۍ طالب چارواکو ته وویل، چې «د شکنجې له امله د هغه لاسونه او پښې ټپي شوي او غاړه یې درد کوي.»
په دې لیدنه کې طالب ډیپلوماټانو له سید مهدي سره زر ډالر مرسته وکړه او له هغه یې وغوښتل چې په تهران کې د افغانستان سفارت ته ولاړ شي.
د طالبانو یو غړي د دغه افغان کډوال د روغتیايي وضعیت په اړه د رسنیو راپور ته په اشارې سره ویلي، چې د هغه روغتیایي حالت اوس ښه دی. هغه ټینګار وکړ: "د سید مهدي وضعیت ښه دی، هېڅ ستونزه نشته او د دې کسانو خوله باید بنده شي."
د دغه افغان کډوال د شکنجې د انځورونو خپرېدل په تېرو څو ورځو کې پراخ غبرګونونه پارولي دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت له ایران څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو په وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سویلي اسیا د چارو مشر سید رسول موسوي وايي، چې په ایران کې هېڅ مقام یا اداره د کډوالو ضد عمل نه مني او دا بهرنۍ پروژه ګڼي.

د محمد صدیق په نوم یو افغان افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي، چې د ایران په پلازمینه تهران کې یې ځوان زوی چې په یو هوټل کې یې مزدوري کوله، د کار پر مهال د زهرجنو موادو پر مټ بې هوښه شوی او وروسته په روغتون کې مړ شوی دی.
نوموړی وايي، اوس د امام حسین په نوم روغتون ورنه د جسد په بدل کې شاوخوا ۲ لکه افغانۍ غواړي.
محمد صدیق، د لغمان ولایت د الشینک ولسوالۍ اوسیدونکی، نن «د زمري ۱۹مه» افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي، چې یوه ماشت وړاندې یې د احمد الله په نوم ځوان زوی د یو ایراني هوټل د څښتن له خوا د درملو پر مټ بې هوښه او مرګوني حالت کې روغتون ته ولیږدول شو.
هغه وايي، چې زوی یې ۱۲ ورځې د کوما حالت کې و خو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
محمد صدیق وايي، چې د روغتون ډاکترانو ورته ویلي چې زوی ته یې چا په لوی لاس داسې مواد ورکړي و، چې په زړه یې بد تاثیر کړی او د مرګ لامل شوي یې دي.
نوموړی همدراز وايي، چې زوی یې له دغه ایراني هوټلدار سره یو نیم کال کار کړی و خو د زوی له مرګ وروسته یې اوس دغه ایرانی کس نه خبرو ته حاضریږي او نه هم د دغه قتل په اړه وضاحت ورکوي. هغه وايي، چې د وژل شوي ځوان زوی پاتې څو میاشتنی معاش یې هم نه دی ورکړل شوی.
محمد صدیق زیاتوی، چې د زوی جسد یې په تهران کې د امام حسین روغتون کې دی او د روغتون مسوولینو ورنه ۱۴۰ مېلیونه ایراني تومن غوښټي چې شاوخوا ۲ لکه افغانۍ کیږي.
هغه وايي: "زه خپله د افغانستان د جمهوري نظام له راپرزېدو وروسته د بې کاری له امله خپل زوی سره ایران ته راغلی وم خو اوس ماسره دومره پیسې نشته چې د خپل زوی جنازې د ترلاسه کولو لپاره یې روغتون ته ورکړم او جنازه یې افغانستان ته انتقال کړم."
په یوه لنډه ویډیو کې چې پلار ته یې د دغه ایراني وګړي له خوا لېږل شوې، احمد الله د بې هوښۍ په حال کې لیدل کیږي.
محمد صدیق په تهران کې د افغانستان سفارت له مسوولینو غواړي چې د زوی د جسد په ترلاسه کولو کې ورسره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې له یو افغان کډوال سره د یو ایراني پولیس له تاوتریخوالي ډکې ویډیو په ټولنیزو شبکو کې توند غبرګونونه پارولي دي. په ویډیو کې لیدل کیږي چې د ایراني پولیسو افسر د دغه ځوان په غاړه خپل زنګون ایښی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د المپیک له نړۍوالې کمېټې وغوښتل، چې د افغان ښځینه لوغاړو ملاتړ دې وکړي او هغوی ته دې اسانتیاوې برابرې کړي.
دوی له ورزشي سازمانونو وغوښتل، چې په سپورټي لوبو کې د ښځو پر ګډون دې د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې اقدام وکړي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو وویل، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر سپورټ بندیز د دوی له حقونو څخه سرغړونه ده او بل هېڅ هېواد دا ډول اقدام نه دی کړی.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په ګډون د افغانستان لپاره د بشري حقونو د سازمان مشر ریچارډ بنټ، د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د ښځو او نجونو د سپورټ په وړاندې د طالبانو کړنې د ښځو پر وړاندې د دې ډلې د تبعیضي او ظالمانه برخورد یوه برخه ده، چې د بشریت پر وړاندې د جنایت یوه بیلګه کیدای شي.
شاوخوا درې کاله کېږي، چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې ښځې او نجونې له خپلو ډېرو حقونو بې برخې دي. د کار او زده کړې له حق څخه نیولې تر سپورتي لوبو کې ګډون او پارکونو ته تګ او د کورنۍ له نارینه غړي پرته سفر کول.
د پاریس د المپیک په سږنیو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب درې ښځینه او درې نارینه ورزشکارانو برخه اخیستې ده. خو طالبانو ویلي، چې دغه ډله د المپیک په سیالیو کې افغان ښځینه ورزشکارانې په رسمیت نه پیژني.
د ملګرو ملتونو استازو دا هم ویلي، چې د سپورټ په ګډون د افغان مېرمنو او نجونو له حقونو او کرامت څخه ناوړه محرومیت باید پای ته ورسیږي.
په خپره شوې اعلامیه کې ټینګار شوی: «کولتور باید د بشري حقونو څخه د سرغړونې لپاره د عذر په توګه ونه کارول شي، لکه په سپورټ کې د ګډون حق.»
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، چې د سپورټ نړۍوال سازمانونه مسوولیت لري چې د طالبانو له "جابرانه" سیاستونو سره مبارزه وکړي او په هر ځای کې د افغان ښځینه ورزشکارانو ملاتړ وکړي.
دوی په دغو سیالیو کې د افغان ښځینه ورزشکارانو د ګډون لپاره د المپیک د نړۍوالې کمېټې ملاتړ «ښه» وباله، خو ټینګار یې وکړ، چې لا زیات ملاتړ ته اړتیا ده.
دغو کارپوهانو ویلي< چې د سپورټ نړۍوال سازمانونه باید له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې د طالبانو له تبعیضي او غیر قانوني تګلارو سره د تړاو په توګه تعبیر شي.

د تهران د پوهنتون استاد صادق زیباکلام په ایران او لویدیځو هېوادونو کې بشري حقونو ته د کډوالو لاس رسی سره پرتله کړي. ښاغلی زیباکلام وايي، چې په لوېدیځو هېوادونو کې کډوال حقونه لري، خو په ایران کې له کلونو کلونو کډوالۍ وروسته هم قانوني حقونه نه لري.
دغه مشهور لیکوال پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي: "یو ځل بیا د پولیسو ځواکونو د هغو بدبختو افغانانو د اېستلو لړۍ پیل کړې چې د بدې ورځې له امله یې موږ ته پناه وړې ده."
د تهران پوهنتون د دغه استاد په وینا، « اېستل شوي کسان به څه موده وروسته بیرته ایران ته راستانه شي».
صادق زیباکلام د سیاسي علومو استاد او د ټولنیزو او سیاسي علومو په برخه کې د مشهورو کتابونو لیکوال دی. د ښاغلي زیباکلام کتابونه په افغانستان کې هم لوستونکي لري.
د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ناوړه چلند د نوې څپې په غبرګون کې کړي، چې د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) یو شمېر ایراني او افغان مدني فعالانو په ایران کې د مېشتو کډوالو د قانوني غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره کمپاین پیل کړی.
دا کمپاین چې د #حق_مهاجر په هشتګ سره پیل شوی، په ایران کې د افغان کډوالو قانوني غوښتنې راپورته کوي.
د ایران او افغانستان د مدني فعالانو ګډ کمپاین په یو پرانیستي لیک کې د ایران له ولسمشر مسعود بزشکیان، د کډوالۍ د ملي ادارې له مشر عبدالله موبیني او د اسلامي شورا له غړو غوښتي چې په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت وڅېړي.
تر دې مخکې له یو افغان کډوال ځوان سره د یو ایراني پولیس له تاوتریخوالي ډکې ویډیو په ټولنیزو شبکو کې توند غبرګونونه پارولي وو. په ویډیو کې لیدل کیږي چې د ایراني پولیسو افسر د دغه ځوان په غاړه خپل زنګون ایښی دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د جنوبي اسیا د چارو مشر وايي، د دغه هېواد یوه اداره او مقام هم د کډوالۍ ضد ګامونه نه قبلوي او دا «د بهرنیانو پروژه» ګڼي. رسول موسوي زیاتوي، څنکه چې پر ایرانیانو د قوانینو مراعتول لازمي دي همداسې دې بهرني وګړي هم د دغه هېواد مقرارت مراعت کړي.
ښاغلي موسوي په اېکس کې لیکلي چې د ایران اسلامي جمهوریت په حکومت کې هیڅ مقام یا ادارې د کډوالۍ ضد ګامونه نه قبلوي او دوی یې "د اسلامي ورورولۍ او د میلمه پالنې له کلتور سره په ټکر کې" ګڼي.
داسې ښکاري چې دا یادښت د ایراني پولیسو له خوا د یوه افغان ماشوم د شکنجه کولو په اړه د پراخو نیوکو په ځواب کې خپور شوی دی.
ښاغلی موسوي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت لومړنی چارواکی دی چې دغو نیوکو ته ځواب ورکوي.
خو هغه څرګنده نه کړه چې پولیسو ولې د افغان ځوان په وړاندې له تاوتریخوالي کار اخیستی دی.
نوموړي په خپل يادښت کې دا هم نه دي ويلي، چې پر دغه افغان تور څه و او هغه پوليس چې پر ده يې تاوتريخوالى کړى، قانون ته به ځواب ویونکي شي او کنه.
په تېرو څو ورځو کې د دماوند د پولیسو له خوا د یوه ۱۶ کلن افغان کډوال د شکنجې د ویډیو خپرېدو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
په ویډیو کې لیدل کیږي چې یو ایراني پولیس د سید مهدي لاسونه او پښې نیولي دي او یو بل پولیس د هغه پر غاړه زنګون ایښی دی.
په همدې حال کې د سید مهدي مور د پولیسو له افسرانو غواړي چې زوی یې خوشی کړي.
د سید مهدي کورنۍ د پنجشنبې په ورځ یوه ویډیو خپره کړه او له زوی سره یې د ایراني پولیسو د ناوړه چلند د څېړلو غوښتنه وکړه.

پکتیکا کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د دغه ولایت لپاره د پخواني حکومت ولسوال نادر خان سلیمانخېل «له شکنجې وروسته د طالبانو مخ کې ځان څا ته اچولی.» دوی وايي، نادر خان سلمانخېل چې اوس د ګردیز ملکي روغتون کې بستر دی طالبانو د وسلې لرلو په پلمه «بندي او شکنجه کړی.»
د دغه پخواني ولسوال نژدې خپلوانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، په جمهوریت کې د پکتیکا د وازېخوا او اومنې ولسوالیو ولسوال نادرخان سلیمانخېل تېره سې شنبه طالبانو استخباراتو په خیرکوټ ولسوالۍ کې نیولی و.
دوی همدراز زیاتوي طالبانو له نادر خان سلیمانخېل وسلې غوښتې او هغه هم په زندان کې «له سختې شکنجې وروسته ورته وویل، چې وسلې یې د کور څلوېښت متره څا کې پټې کړې دي.»
خو د نوموړي نژدې خپلوان وايي چې هغه هېڅ وسلې په کور کې نه درلودې.
د دوی په خبره، ښاغلی سلمانخېل له څو طالبانو او د کلي د یو ځايي مشر په ملتیا د کور انکړ ته ننوځي: «اول خپل بچیان مچوي او بیا خلکو ته وايي، چې پر بچیانو یې پام کوي. دې سره ځان څا ته اچوي او د ځانوژنې هڅه کوي.»
سرچینو د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل پخوانی ولسوال نادر خان سلمانخېل څا ته غورځېدو سره «سخت ټپی کېږي ملا، لاسونه او پښې یې ماتېږي، همدا وجه ده چې اوس د ګردېز په روغتون کې بستر دی ماتې دي.»
سرچینې زیاتوي پخواني ولسوال نادر خان سلمانخېل د ځان وژنې تر هڅې وروسته د طالبانو جنايي مسوولینو ته په خپل اقرار کې ویلي: « طالبانو زما په قسمونو باور نه کاوه، زه یې په وهلو مجبورولم چې وسله ور ته وښیم، خو له سختې شکنجې وروسته پوه شوم چې دا خلک زما په قسمونو او قران باور نه کوي او یوازې د لرګي په اقرار باور لري نو د ځان وژنې لپاره مې د کور څا ورته وښودله، جې دوی مې ورولي او زه ځان ور واچوم.
د نادر خان سلمانخېل څلور زامن چې په تېر جمهوري نظام کې یې په امنیتي ارګانونو کې دندې درلودې د طالبانو له ډاره په یوه کاونډي هېواد کې ژوند کوي.
د طالبانو راتګ سره نادر خان سلیمانخېل څو وارې طالبانو د څېړونو لپاره نیولی و خو د قومي مشرانو په ضمانتونو له بنده خوشی شوی و.
د دغه ولسوال نژدې خپلوان وايي، چې نوموړي اوس د پکتیکا خیرکوټ ولسوالۍ په محمدوستي کلي کې د کور په څنګ کې یو دوکان جوړ کړی و او خپله دوکانداري یې کوله.
په دې وروستیو کې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د تېر حکومت دولتي کارکوونکو د نیولو او د شکنجو راپورونه زیات شوي دي.
د افغانستان د ولایتي شوراګانو ټولنه هم نن په یوه اعلامیه کې وايي، چې د طالبانو د مشر د بښنې له فرمان سره، سره هره ورځ په دغه هېواد کې پخواني پوځیان، دولتي کارکوونکي، خبریالان او مدني فعالان نیول کېږي، ربړول کېږي او ځیني یې په مرموزه توګه وژل کېږي.
یوناما هم په خپل وروستي راپور کې ویلي چې پخواني نظامیان وژل کېږي، بندیانېږي او شکنجه کېږي، خو طالبانو دا راپور رد کړی دی.
