• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د شیخ حسینې زوی وايي، کله چې د ټاکنو په اړه پرېکړه وشوه مور یې بېرته راستنېږي

۱۹ زمری ۱۴۰۳ - ۹ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۴۰ GMT+۱

د بنګله دېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې زوی د جمعې په ورځ وویل، هر کله چې لنډمهاله حکومت د ټاکنو لپاره پرېکړه وکړي؛ نو مور به یې بېرته خپل هېواد ته راستنه شي.

سجیب وازد جوي د ټایمز اف انډیا سره په خبرو کې دا نه دي ویلي، چې مور به یې په ټاکنو کې برخه اخلي او که څنګه.
مېرمن حسینه د څو اونیو له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو وروسته هند ته وتښتېده.

تر دې وړاندې د بنګله دېش د وکیلانو ټولنې د هغې د «نیولو او بېرته ستنولو» غوښتنه کړې وه؛ خو د هند د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلی و، چې دا پرېکړه به مېرمن حسینه کوي چې چېرته غواړي واوسېږي.
د مېرمن حسینې زوی چې په امریکا کې اوسېږي، وایي هماغه شېبه چې د بنګله دېش لنډمهاله حکومت د ټاکنو پرېکړه وکړي؛ نو مور به یې سم له واره خپل هېواد ته ستنه شي.
سجیب وازد جوي وویل: «مور به مې د اوسنۍ [کاري] دورې وروسته تقاعد شي.»
د بنګله دېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې زوی ټایمز اف انډیا ته ویلي: «زه د ګوند لپاره فعال شوی یم او اوس‌مهال د جبهې په لومړۍ کرښه کې یم.»
نوموړي وویل، چې دمګړۍ په بنګله دېش کې «د مشرتابه تشه» را منځته شوې ده.
د مېرمن حسینې په مشرۍ د عوامي لیګ ګوند د بنګله دېش په لنډمهالي حکومت کې ونډه نه لري.

دا حکومت اوس‌مهال د نوبل جایزې د ګټونکي محمد یونس له‌خوا په کار پیل کړی او اصلي دنده یې د ټاکنو تر سره کول دي.
هندي رسنیو راپور ورکړی، چې مېرمن حسینه له بنګله دېش څخه تر وتلو وروسته اوس په نوي ډیلي کې په یوې خوندي سیمه کې ژوند کوي.
د دغو رسنیو د راپورونو له مخې، هغه غواړي چې په بریتانیا کې پناه واخلي؛ خو د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ډېر لیدل شوي

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده
۱

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۲

فضل احمد معنوي: طالبان له «لاسپوڅې ډلې» په مخالف او غچ اخیستونکي «واکمن قوت» بدل شوي

۳

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۴

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۵

ایران افغانستان د خپل «دفاعي کمربند» یوه برخه وباله