د نیویارک ټایمز د نوې نظر پوښتنې له مخې هاریس په دریو مهمو ایالتونو کې تر ټرامپ مخکې ده

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۰

د نیویارک ټایمز او سیینا کالج د نویو نظرپوښتنو له مخې، کامالا هاریس په دریو مهمو او پرېکنده ایالتونو ویسکانسین، پنسیلوانیا او میشیګان کې له ډونالډ ټرمپ څخه مخکې شوې او په هر ایالت کې د احتمالي رای ورکوونکو په منځ کې له ټرمپ څخه څلور سلنه ډېرې رایې لري.

د دې نظرپوښتنو له مخې، د ډیموکراټ ګوند نوماندې کمالا هاریس په دغو ایالتونو کې د احتمالي رای ورکوونکو ۵۰٪ او د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ ۴۶ سلنه رایې لري. دا ټولپوښتنه د اګست له پنځمې تر نهمې نیټې پورې ترسره شوې دي.

نور خبرونه

رادیو