په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی؛ بریټانیا له خپلو وګړو غوښتي، چې له لبنانه دې ژر تر ژره ووځي

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر په خپله اېکس پاڼه د یو پیغام په خپرولو سره له خپلو خلکو غوښتي، چې له لبنانه دې ووځي. ډیوید لمي لیکلي: «په لبنان کې بریټانوي وګړو ته زما پیغام روښانه دی. همدا اوس ووځئ.»